د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د افغان موسیقارانو نیولو ضد 'سندریز احتجاج' شوی


هنرمندانو د لاریون پرمهال موسیقي هم غږوله - د مې ۳۰مې انځور.
هنرمندانو د لاریون پرمهال موسیقي هم غږوله - د مې ۳۰مې انځور.

په پېښور کې د موسیقارانو او هنرمندانو یوه ناحکومتي سازمان غړو او پلویانو د افغان سندرغاړو د ګرفتارۍ ضد احتجاجي لاریون کړی دی.

د مې پر ۳۰مه احتجاج تر هغې یوه ورځ وروسته وشو چې د امریکا غږ ډیوه راډیو او د اردو ژبې دي انډېپېنډنټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د پېښور تهکال تاڼې پولیسو ورته ویلي چې څلور سندرغاړي یې ځکه نیولي دي چې په "ناقانونه توګه" په پاکستان کې اوسېدل.

هغه سندرغاړي د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته په چاپه کې نیول شوي ول چې پولیسو یې نومونه ندیم شاه، نوید الله، سعید الله او اجمل ښوولي دي.

پاکستان له ۲۰۱۶ز کال راهیسې هلته ورتلونکو افغانانو ته د ویزې او پاسپورټ لرل لازمي کړي دي او له دې پرته خلکو ته پر پوله د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د هنري ټولنې په نوم د سازمان مشر او سندرغاړي راشد خان د مې پر ۲۸مه پر ټوېټر په بیان کې د احتجاج اعلان کړی وو او ویلي یې ول چې د "طالبانو له ظلمه پاکستان ته د پناه وړونکو هنرمندانو د نیولو غندنه" کوي.

د ګل یا دوشنبې پر ورځ لسګونه هنرمندانو، موسیقارانو او فعالانو په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په "سندریز احتجاج" کې برخه واخیسته.

دوی د لاریون پر مهال موسیقي هم غږوله او د افغان سندرغاړو د خوشې کولو او همداراز، پر موسیقۍ او هنر یې د محدودیتونو ختمولو غوښتنې وکړي.

مظاهره کوونکو د خیبر پښتونخوا له حکومته وغوښتل چې ګرفتاره موسیقاران دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نه سپاري ځکه چې هلته یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو یوشمېر غړو مظاهره کوونکو ته ډاډ ورکړ چې پر دې موضوع به د اسمبلۍ په غونډه کې بحث کوي او پر حکومت به ټینګار کوي چې موسیقاران دې افغانستان ته نه لېږدوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه هنرمندان پاکستان ته کډه شول چې پکې یوشمېر یې په پېښور کې مېشت دي.

"په افغانستان کې سندره خاموشه شوې"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:30 0:00

طالبانو له واکمنېدو سره سم په افغانستان کې پر موسیقۍ او ښکلیو هنرونو محدودیتونو ته دوام ورکړی دی. د کابل تر سقوط وروسته د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټيټيوټ هم وتړل شو او لسګونه زده کوونکي يې، چې د هلکانو ترڅنګ نجونه هم پکې وې، د مرکز د مشر ډاکټر احمد سرمست د هڅو په نتيجه کې اروپا ته ولاړل.

له دې پرته د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې یوې ویډیو پراخ غبرګونونه وپارول چې پکې د طالبانو په موجودګۍ کې دوو افغان هنرمندانو ته سپکې سپورې ویل شوې وې او د موسیقۍ الات یې سوځول شوي ول.

XS
SM
MD
LG