د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د جون پر ۱۳مه ماسپښین ۲ بجې کېږي - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د جون پر ۱۳مه ماسپښین ۲ بجې کېږي - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال بودیجې مسوده صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

د صوبې د مالي چارو ادارې اسناد چې مشال راډیو ترلاسه کړي ښيي چې د بجټ حجم ۱،۳۳۲ اربه روپۍ دی چې پکې د پرمختیايي چارو لپاره د ۴۱۸ اربه روپیو بېلولو وړاندیز شوی دی.

په پرمختیايي بودیجه کې ۹۹ اربه روپۍ د قبایلي ضلعو لپاره د ځانګړي کولو وړاندیز هم شامل دی.

ټاکل شوې چې د خیبر پښتونخوا د مالي چارو وزیر تیمور سلیم جګړا د جون ۱۳مې پر ماسپښین په اسمبلۍ کې د بودیجې د مسودې ټولې برخې وړاندې کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت دی چې وار له مخه یې د مرکزي اېتلافي حکومت وفاقي بودیجه رد کړې ده. جګړا د جون پر ۱۰مه قامي اسمبلۍ ته د وفاقي بودیجې تر وړاندې کېدو یوه ورځ وروسته وویل چې حکومت د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال په بودیجه کې د قبایلي سیمو لپاره پیسې کمې کړې دي.

نوموړي په پېښور کې خبرې غونډې ته وويل چې د روان مالي کال په وفاقي بجټ کې د قبايلي ضلعو لپاره ۱۳۱ اربه روپۍ بېلې شوې وې خو د ده په وينا، د راتلونکې مالي کال د وفاقي بجټ په قانوني مسوده کې د قبايلي سيمو د پرمختيايي او انتظامي چارو لپاره ۱۱۰ اربه روپۍ اېښودل شوې دي.

اوسمهال په پاکستان کې مرکزي اېتلافي حکومت له هغو ګوندونو جوړ دی چې په اپرېل کې یې د تحريک انصاف واکمني ختمه کړه. هغو ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې پر عمران خان د بې باورۍ تحریک بریالی کړ او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ.

وفاقي حکومت د تیمور سلیم جګړا د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو چارواکو یې په بېلابېلو وختونو کې ټينګار کړی چې د قبايلي ضلعو پرمختيا ته ژمن دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت پر داسې مهال بجټ وړاندې کوي چې ټاکل شوې چې د پاکستان قامي اسمبلي غړي د جون پر ۱۳مه مازیګر څلور بجې د وفاقي بودیجې پر مسودې بحث پیل کړي چې د ممکنه بدلونونو په پایله کې به منظورېږي.

بجټ څه ته وايي؟

په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي. په هغه هېواد کې مالي کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسي او حکومت اکثر په مې یا جون کې نوی بجټ تیاروي او قامي اسمبلۍ ته یې وړاندې کوي.

د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د اقتصاد استاد ډاکتر انور شاه د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومتونه بجټ ځکه جوړوي چې د کلنۍ ګټې او لګښتونو یو اټکل وکړي او له هغې سره سم بیا پر پرمختیايي او نورو کارونو پیسې ولګوي. ''حکومت په کال کې یو ځل بجټ پېش کوي او وايي چې زموږ به د کال دومره خرچه وي. لکه فرض کړه چې زموږ به د کال ۱۰ لکه روپۍ خرچه وي او زموږ امدن دی اته لکه [روپۍ]، نو دوه لکه به موږ قرضه اخلو. دا په کال کې یو ځل وي.''

د پاکستان له اساسي قانون سره سم، حکومت باید د پیسو، ټیکسونو، ګټو او لګښتونو په اړه ټولې قانوني مسودې له پارلېمانه منظور کړي.

په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي. په هغه هېواد کې مالي کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسي او حکومت اکثر په مې یا جون کې نوی بجټ تیاروي او قامي اسمبلۍ ته یې وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG