د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش نتیجه ده


وزیراعظم عمران خان وویل، د عدم اعتماد تحریک مقابله کوي - انځور له ارشیفه
وزیراعظم عمران خان وویل، د عدم اعتماد تحریک مقابله کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان دعوه کړې چې پر ضد یې د نه باور تحریک د "بهرنۍ دسیسې" نتیجه ده.

نوموړي د مارچ ۳۱مې پر ماخوستن ولس ته په ژوندۍ ټېلېوېژني وینا کې د خپلې دعوې ثبوت ور نه کړ خو د یوه هېواد له لوري څخه یې د لیک ترلاسه کولو خبره وکړه او و یې ویل چې پکې د وزیراعظمۍ له دندې څخه د هغه د لیرې کېدو ذکر شوی دی.

عمران خان په خپلو خبرو کې د "امریکا" نوم واخیست، خو بیا یې وویل چې "سهواً یې د امریکا نوم" یاد کړ او خط هغه هېواد نه دی استولی.

خو ده ټینګار وکړ چې د مارچ پر اوومه استول شوی خط "رسمي دستاویز دی. زموږ سفیر د خلکو دا خبره یاداښت کړې ده چې پکې ویل شوي چې که عمران خان وزیراعظم پاتې کېږي نو اړیکې به هم خرابېږي او تاسې به له مشکلاتو سره مخامخېږئ."

نوموړي دا هم سپینه نه کړه چې کوم سفیر ورته معلومات ورکړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وزیراعظم تورونه رد کړي دي. د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې د ورځنۍ خبري غونډې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا "په پاکستان کې پرمختګونه له نېږدې څاري. موږ د پاکستان د اییني بهیر او د قانون واکمنۍ درناوی او ملاتړ کوو خو تر هغو چې د تورونو خبره ده، هغه هېڅ واقعیت نه لري."

د پاکستان حزب اختلاف هم د وزیراعظم پرضد د عدم اعتماد په تحریک کې د بهرنۍ دسیسې تور رد کړی دی. د مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د مارچ پر ۳۱مه خبري غونډې ته وویل، "له کومو خلکو سره چې د سفیر خبرې شوې دي نو هغه ورڅخه دا نتیجه اخیستې ده او د سفارت له لارې یې [خط] استولی دی. که داسې وای، نو بیا تر اوسه پاکستان سفیر د پلټنو لپاره ولې نه دی راغوښتی؟ د مارچ پر اوومه خط لیکل شوی او بیا امریکايي پلاوی [د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې] د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (او ای سي) غونډې ته هم رابلل شوی وو. همدا امریکا وه چې ولسمشر یې [ډانلډ] ټرمپ وو او [عمران خان] ورسره د ملاقات موقع ترلاسه کړې وه او تا [هېواد ته] په ستنېدو د نړیوال جام ګټلو په څېر جشن لمانځلی وو خو اوس چې بل امریکايي ولسمشر درته ټېلېفون نه کوي، نو اوس دا نړیوال سازش شو؟"

عمران خان ولس ته پر داسې مهال وینا کړې چې ټاکل شوې چې د اپرېل پر درېیمه په قامي اسمبلۍ کې د نوموړي پرضد د نه باور پر تحریک رایې واچول شي.

وزیراعظم وویل، له خپلې دندې استعفا نه ورکوي او تر اخره به د عدم اعتماد د تحریک مقابله کوي او غلی نه پاتې کېږي.

ده دعوه وکړه چې "په ژوند کې مې هېڅکله ماتې نه ده منلې" او اوس به هم پر خپل دریځ ولاړ وي.

عمران خان همداراز زیاته کړه چې خپلواکه بهرنۍ پالیسي یې غوره کړه او دا هغه څه دي چې امریکا یې نه خوښوي.

د پاکستان حزب اختلاف دعوه کوي چې د عمران خان پرضد له مطلوبو ۱۷۲ څخه زیاتې رایې اخیستای شي. د پاکستان قامي اسمبلي ۳۴۲ څوکۍ لري او په وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ له اېتلافه یوشمېر ګوندونو او سیاستوالانو د وتلو اشارې ورکړې دي خو حکومت وايي، د ملګرو له ملاتړه اوس هم برخمن دی او د عدم اعتماد تحریک به ناکامېږي.

XS
SM
MD
LG