د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا قامي جرګې له حکومت او وسله والو څخه د اوربند غوښتنه کړې


د فاټا قامي جرګې د غونډې ګډونوالو د اپرېل پر ۲۰مه له اسلام اباده غوښتنه وکړه چې په قبایلو کې دې امنیت ټینګ کړي.
د فاټا قامي جرګې د غونډې ګډونوالو د اپرېل پر ۲۰مه له اسلام اباده غوښتنه وکړه چې په قبایلو کې دې امنیت ټینګ کړي.

د قبایلو قامي جرګې په وروستیو کې په هغه سیمه کې پر خرابو امنیتي حالاتو اندېښنه ښوولې او له حکومت او وسله والو څخه یې غوښتي چې اوربند دې وکړي.

فاټا قامي جرګې دا غوښتنه د اپرېل پر ۲۰مه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې پر داسې مهال کړې ده چې په وروستیو کې په قبایلي ضلعو کې حملې او د امنیتي ځواکونو له لوري د وسله والو پرضد عملیات زیات شوي دي.

د قبایلو مشرانو او ملکانو په غونډه کې ټینګار وکړ چې د سیمې ولس نور جګړه او کډوالي نه شي زغملای. یوه ځايي مشر ملک بسم الله خان اپرېدي تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، قبایلي مشران د ښکېلو خواوو ترمینځ په مذاکراتو کې ښه رول لوبولای شي. "اوس بیا موږ دوی ته اپیل کوو چې د روژې حرمت ته دې [پام] وکړي. له خپلې خوا دې د یوې میاشتې اوربند اعلان کړي. فاټا قامي جرګه دې ته تیاره ده چې د فریقینو ترمینځ موږ خپل کردار ادا کړو او په دې علاقه کې امن راولو."

تر غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې د پاکستان او افغانستان له حکومتونو هم غوښتنه وشوه چې په ګډه دې د "ترهګرۍ مخه ونیسي."

د فاټا قامي جرګې د غونډې ګډونوال - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۲۰مې انځور.
د فاټا قامي جرګې د غونډې ګډونوال - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۲۰مې انځور.

حکومتي او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو روانه میاشت د پوځ ویاند مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې په تېرو درو میاشتو کې یې د وسله والو پرضد عملیات پراخ کړي دي. هغه ویلي ول چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له نورو وسله والو ډلو سره مذاکرات نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۶مه د پاکستان امنیتي ځواکونو په خوست او کونړ کې بمبارۍ وکړې چې پکې د طالبانو د حکومت د چارواکو او عیني شاهدانو په وینا تر ۴۵ زیات کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول.

تر پېښې وروسته د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد احضار کړ او ورته يې احتجاج وکړ. د طالبانو حکومت وویل چې د دې ډول پېښو تکرار به "بدې پایلې ولري."

اسلام اباد هم د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې وويل چې د افغانستان د "خپلواکۍ، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی" کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې پر خوست او کونړ د بمبارۍ ذکر نه وو کړی خو تور یې پورې کړ چې د افغانستان له خاورې څخه یې پر ځواکونو بریدونه کېږي. بیان له طالبانو غوښتي ول چې له افغانستانه دې پاکستان ته د وسله والو د اوښتو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG