د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د توانايي بحران: د شپې پر اته بجې د بازارونو پر بندولو "اصولي اتفاق" شوی


پاکستان په دا وروستيو کې د ګرانۍ له زياتوالي او توانايي له بحران سره مخامخ شوی دی.
پاکستان په دا وروستيو کې د ګرانۍ له زياتوالي او توانايي له بحران سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان قامي اقتصادي شورا په هېواد کې د توانايي بحران کمولو لپاره بازارونه او مارکېټونه د شپې پر اته بجې بندولو باندې "اصولي اتفاق" کړی دی.

پرون (د جون پر اتمه) د وزیراعظم له دفتره په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ په دې غونډه کې د پنجاب، سيند او بلوچستان اعلا وزيرانو ګډون کړی و خو د خيبر پښتونخوا استازيتوب صوبايي چيف سېکرټري ډاکټر شهزاد خان بنګش وکړ.

په ياده غونډه کې د سيند، پنجاب او بلوچستان اعلا وزيرانو دوه ورځې مهلت غوښتی چې د خپلو صوبو له تجارتي او کاروباري ټولنو سره په دې اړه سلا مشوره وکړي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د روغتيا وزير تېمور سيلم جګړا د جون پر اتمه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلې چې په صوبه کې مارکېټونه د شپي پر اته بجې بندولو باندې اتفاق نه دی شوی.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د هېواد د اقتصادي حالت سمولو لپاره د کفایت شعارۍ د پروګرام عملي کولو اعلان هم کړی دی.

په دې لړ کې د جون پر اوومه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د حکومتي لګښتونو کمولو پرېکړه وشوه. په غونډه کې فیصله وشوه چې وزیران او سرکاري چارواکي به د پېټرولو او ډیزلو استعمال ۴۰ فیصده کموي، حکومت به سرکاري چارواکو ته نوي ګاډي نه ورکوي او هغوی به پر سرکاري خرڅ بهرنیو هېوادونو ته سفر نه کوي.

د پاکستان حکومت دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې هېواد له اقتصادي ستونزو او د توانايي له بحران سره مخامخ دی.

په همدې اړه پرون (د جون پر اتمه) د پيښور يوې "قامي جرګې" د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې په هېواد کې دې پرګرانۍ د قابو موندلو لپاره "بېړنی اقتصادي حالت" اعلان کړي.

دغې جرګې په چوک يادګار کې احتجاجي غونډه وکړه چې د سوداګرانو د ټولنو مشرانو، مدني فعالانو، وکيلانو او سياسي فعالانو ګډون پکې کړی و.

د جرګې يوه ګډونوال حبيب الله زاهد غونډې ته وويل چې حکومت دې د هېواد اقتصادي حالت ښه کولو لپاره د ټېکسونو او د خوراکي او غير خوراکي توکو په بيو کې په زياتوالي سره د ګرانۍ بار د "غريب ولس" پر اوږو له اچولو ډډه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د لوړ پوړيو سرکاري افسرانو د لګښتونو په کمولو سره تر څه حده پورې اقتصاد ښه کېدای شي.

بلخوا د "پېښور قامي جرګې" مشر خالد ايوب تر جرګې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د ګرانۍ پرضد به د خيبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم احتجاجي غونډې کوي.

هغه زياته کړه چې حکومت د تېلو بيې لوړې کړي خو په دې سره ټېکسونه هم ډېر زيات شوي دي چې له وجې يې ګراني زياته شوې ده.

جرګې د بېړني اقتصادي حالت غوښتنه په داسي حال کې کړي چې وفاقي حکومت په ګرانۍ او په ملک کې د توانايي په بحران قابو موندلو لپاره ځيني ګامونه پورته کړي دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د دې هېواد د پخواني وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحريک تر بريالي کېدو وروسته د روان کال (۲۰۲۲ز) په اپرېل مياشت کې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍايتلافي حکومت جوړ شو.

موجوده حکومت دريځ لري چې اقتصادي ستونزې ورته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ تېر حکومت څخه په میراث کې ورپاتې دي چې دوی يې د هواري هڅې کوي، خو عمران بيا د جون پر اتمه په يو بيان کې ويلي چې د ده د حکومت په درې نيمو کلونو کې دومره زياته ګراني نه وه څومره چې په تېرو دوو مياشتو کې راغلې ده.

XS
SM
MD
LG