د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند له افغانستان سره د تجارتي‌ لارو د خلاصولو غوښتنه وکړه


د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تورخم لاره روان، مال وړونکي ټرکونه (انځور له ارشيفه)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تورخم لاره روان، مال وړونکي ټرکونه (انځور له ارشيفه)

عوامي نېشنل ګوند د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې ټولې تجارتي لارې خلاصې کړي.

د عوامي نېشنل ګوند جنرل سيکريټري او په صوبايي اسمبلۍ کې د دې ګوند مشر، سردار حسېن بابک د جولای په ۱۱مه، مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان سره پر سوداګرۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرتو خلکو ژوند روان دی نو ځکه بايد لارې په بشپړ ډول خلاصې شي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان له لارې د مرکزي اسيا له هېوادونو سره هم سوداګري کیدلی شي چې ورسره به لکونه خلکو ته ګټه ورسوي: ((له چتراله تر چمنه پورې ډېرې لارې دي.د دې لارو په وسيله له نيمې نړۍ سره تجارت کېدای شي ځکه چې افغانستان د مرکزي اسيا له هېوادونو سره پولې لري. موږ غوښتنه کوو چې لارې دې ټولې پرانیستل شي.))

که څه هم د پاکستان حکومت د افغانستان سره د سوداګرۍ په زياتولو ټينګار کړی خو لا هم ټولې لارې نه دې پرانیستل شوي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف دفتر د جون په ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې له افغانستانه یې د سکرو درامدولو او بجلۍ پيدا کوونکو پلانټونو ته د رسولو نظام ښه کولو لپاره د دفاع وزير خواجه اصف په مشرۍ د يوې کمېټې جوړولو امر کړی دی. په بيان کې زیاته شوي‌ چې د افغانستان سکاره د نړۍ په کچه د لوړ معيار دی چې د پاکستان زر مبادلې "ژغورلو لپاره به ګټور" ثابت شي.

د وزيراعظم دفتر همداراز زياته کړې وه چې په دې ځانګړې غونډه کې پرېکړه وشوه چې له افغانستانه به سکاره اوس د ډالرو پر ځای په پاکستاني روپۍ کې اخیستل کيږي چې له وجې به یې په پاکستان کې ارزانه بجلي‌جوړه شي. په بيان کې زیاته شوې چې له دې به يوازې د حب او ساهيوال بجلۍ پيدا کوونکو کارخانو ته د درامد په پيسو کې د کال ۲٫۲ اربه ډالر ګټه ورسيږي.

خو د پاکستان د سوداګرۍ خونې يو لوړ پوړي چارواکي سرتاج خان د جولای په يوولسمه مشال راډيو ته وويل چې که پاکستان د سوداګرۍ ډيريدل غواړي نو بايد په عملي ډول ځيني ګامونه واخلي. هغه زیاته کړه چې اوسمهال، له افغانستان سره د خېبرپښتونخوا په ۲۲ رسمي لارو کې يوازې څلور د تګ راتګ او کاروبار لپاره خلاصې دي او نورې بندې دي.

د صنعتونو او تجارت لپاره د خېبرپښتونخوا د اعلا وزير سلا کار عبدالکريم خان تېره اونۍ مشال راډيو ته ويلي وو چې په سيمه کې د امنيت له ښه کېدو سره سم به دغه لارې پرانېزي.

XS
SM
MD
LG