د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د ګیس کموالي ضد مظاهره شوې


په پېښور کې لسګونه کسانو د ګیس کموالي او لوډشیډېنګ ضد مظاهره وکړه - د اپرېل ۲۵مې انځور.
په پېښور کې لسګونه کسانو د ګیس کموالي او لوډشیډېنګ ضد مظاهره وکړه - د اپرېل ۲۵مې انځور.

عوامي نیشنل ګوند په پېښور کې د ګیس د کموالي او پارچاو (لوډشیډېنګ) پرضد مظاهره کړې ده چې ورته د ښار لسګونه اوسېدونکي هم ورغلي ول.

د اپرېل پر ۲۵مه د پېښور د ګل بهار اوسېدونکې عایشې حسن مشال راډیو ته وویل، د ګیس کموالي په روژه کې له کړاو سره مخامخ کړي دي. "یوازې دا روژه نه بلکې تېر پینځه، شپږ میاشتې موږ په دوزخ کې تېرې کړې. زموږ په محله کې [مازیګر] څلور بجې ګیس راشي او چې روژه ماتی وکړو نو ولاړ شي. بیا چې سهار زموږ ماشومان سکول ته ځي نو کړېږي. که د [ګیس] سیلېنډر هم کاروو نو زموږ سړیو ته ګران پرېوځي."

په خیبر پښتونخوا کې په ژمي کې د ګیس فشار کمېږي چې له وجې یې کورنۍ او کاروبارونه اغېزمن شي، خو د پېښور اوسېدونکي وايي په پسرلي کې خو یخني نه وي، نو بیا باید ګیس کم نه شي.

یوازې دا روژه نه بلکې تېر پینځه، شپږ میاشتې موږ په دوزخ کې تېرې کړې.
عایشه حسن

په پېښور کې د سويي ناردرن ګیس پایپلاین ادارې یوه چارواکي له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې په ټول پاکستان کې د ګیس د پیداوار کچ د ضرورت یا تقاضې پرتله کم شوی دی.

ده وویل، په پاکستان کې د ګیس سرچینې په کمېدو دي چې له وجې یې په خیبر پښتونخوا کې هم کورونو او کاروبارونو ته د ګیس رسول اغېزمن شوي دي.

پاکستان له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی او حکومتونو په تېرو کلونو کې د زیاتې برېښنا پیدا کولو او له بهرنیو هېوادونو څخه د ګیس درامدولو عمل ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG