د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیکانو مشرانو او مسلمانو ديني عالمانو د اقلیتونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه


د مې ۱۶مه،‌۲۰۲۲: په پېښور کې سيکان د ديني عالمانو او سیک مشرانو د خبري غونډې په مهال
د مې ۱۶مه،‌۲۰۲۲: په پېښور کې سيکان د ديني عالمانو او سیک مشرانو د خبري غونډې په مهال

په پېښور کې مسلمانو ديني عالمانو او سیکانو مشرانو د يوې خبري غونډې په مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د مذهبي اقلیتونو ژوند خوندي کړي.

دوی لومړی په ښار کې احتجاجي لاريون وکړ او بیا یې په پېښور پرېس کلب کې خبریالانو ته وويل چې دوی د مې پر ۱۵مه شوی هغه برید غندي چې پکې دوه سیکان دوکانداران ووژل شول.

په خبري غونډه کې د اقلیتونو د امنيت لپاره د کوټلې تګلارې جوړولو غوښتنه وشوه او تر څنګ یې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت پر چارواکو نيوکې وشوې چې له سیکانو سره د غمرازۍ لپاره حاضر نه شول.

ديني عالمانو پر سیکانو حمله وغندله - د مې ۱۶مې انځور.
ديني عالمانو پر سیکانو حمله وغندله - د مې ۱۶مې انځور.

په صوبايی اسمبلۍ کې د اقلیتونو استازي سردار رنجیت سنګ د مې پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل، "د صوبايي حکومت یو مشر هم زموږ احتجاج ته نه دی حاضر شوی. وزیراعلا څه چې د هغه کوم سلاکار هم نه دی راغلی. وزیراعلا پر هره پېښه دا بیان ورکوي چې موږ به ککړ کسان نیسو خو په کار دا وه چې اعلا وزیر خپله زموږ ګوردوارې ته راغلی وای او له موږ سره په دې غم کې شريک شوی وای."

د يکشنبې يا اتوار پر ورځ د پېښور په سربند کې د نامعلومو وسله والو په برید کې دوه سیکان ووژل شول. د وزيراعلا له دفتره په جاري شوي بيان کې ويل شوي چې پولیسو ته یې د پلټنو او قاتلينو د نيولو امر کړی دی.

خو د لږکيو پر ستونزو د کارکوونکې یوې مدني ټولنې مشر هارون سرابدیال په خبري غونډه کې وويل چې بیانونه به ستونزې حل نه کړي. هغه زیاته کړه چې د امنيتي ادارو لوړپوړي چارواکي دې سمدستې د مذهبي اقلیتونو د امنيتي ستونزو حلولو لپاره سمدستي غونډه راوبولي.

په دې خبري غونډه کې د متحده علما بورډ غړی مولانا معراج الدین او ځيني نور عالمان هم ناست ول.

مولانا معراج الدین مشال رېډیو ته وويل چې د بېلابېلو مذهبي ټولنو ترمینځ همغږي ضروري ده. نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې سیکانو او د مذهبي اقلیتونو نورو غړو ته امنيت برابر کړي. "موږ د دوه سیکانو وژل په سختو ټکو کې غندو. دا د ریاست ذمه واري ده چې د سیکانو، عیسایانو او هندوانو په شمول ټولو لږکیو ته مالي او ځاني تحفظ ورکړي."

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې د بېلابېلو مذهبي اقليتونو له استازو سره یې په غونډه کې د هغوی پر مسایلو خبرې کړې دي. دې ادارې زیاته کړې وه چې تر دې بحثونو وروسته د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د ځايي مسلمانانو په شان دې مذهبي لږکيو ته هم د پرمختګ يو شان موقعې ورکړي او د هغوی ژوند دې خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG