د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د علي وزیر او نورو ملګرو د خلاصون لپاره احتجاجونه پراخ کړل


په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي ناسته - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۷مې انځور.
په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي ناسته - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۷مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ کې د سیند اسمبلي مخې ته له احتجاجي پرلت سره د پیوستون لپاره د اتوار په ورځ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې احتجاجونه پیل کړي دي.

د غورځنګ پلویان وايي، د فبرورۍ پر ۲۷مه د احتجاجونو موخه د اسلام اباد په لور د ممکنه لاریون لپاره ولس راپاڅول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غورځنګ لسګونه پلویانو د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې په کراچۍ کې احتجاجي پرلت وهلی دی او غوښتنه کوي چې د پي ټي اېم د مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر ضد دې مقدمې ختمې شي او هغه دې خوشې شي.

خو د سیند حکومت او هلته د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، پر وزیر مقدمې نه شي ختمولای ځکه چې قضیې یې په عدالت کې روانې دي.

د غورځنګ یو غړی سعید انور داوړ وايي د دې احتجاجي لاریونونو ترڅنګ یې د اسلام اباد پر لوري د ممکنه لاریون یا لانګ مارچ لپاره هم تیاری نیولی دی. ''د احتجاجونو په ترڅ کې په پېښور کې هم لاریون ترسره کېږي او د ولس راپاڅول دي او که غوښتنې یې نه منل کېږي نو مشران پلان لري چې د لاریونونو په دویم پړاو کې د کراچۍ لارې او سړکونه هم وتړي او بیا په درېیم پړاو کې د اسلام اباد پر لوري لانګ مارچ دی. لوی لاریون به له کراچۍ پیلوو او له کراچۍ څخه به د بلوچستان د ۱۳ پښتون مېشتو ضلعو په لاره ډېره اسماعیل خان ته راځو او د پېښور او صوابۍ په لاره به بیا د اسلام اباد پر لوري درومو. موږ د اسلام اباد لاریون لپاره څه نا څه وسایل هم راټول کړي دي.''

د دې لاریون د کامیابولو لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ په نورو سیمو کې هم خپلې هلې ځلې پیل کړي دي.

د صوبايي اسمبلۍ غړي او د پي ټي اېم مخکښ میر کلام وزیر د اتوار له ورځې په بنو کې د پرلت وهلو له لارې خپلې هلې ځلې زیاتې کړي دي.

نوموړی وايي،د علي وزیر او د غورځنګ د نورو ملګرو تر راخوشې کولو به خپله مبارزه جاري ساتي. ''د کراچۍ د پرلت غوښتنې دي حکومت ژر تر ژره ومني، چې کوم بندي ملګري دي لکه علي وزیر، حنیف پښتین، فهیم وزیر او اوېس ابدال، [هغه] دې راخوشې کړي. دا د کراچۍ پرلت چې له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې دوام لري، د هغه په ملګرتیا دا احتجاجونه ترسره کېږي.''

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې پرلت ته دوام ورکړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

پر علي وزیر او د پي ټي اېم پر نورو پلویانو په کښلیو سرکاري مقدمو کې د ریاست ضد ویناګانو او د ریاست پروړاندې د ولس پارولو تورونه دي چې پي ټي اېم په بیا بیا رد کړي.

په کراچۍ کې منظور پښتین د سیند اسمبلۍ مخي ته د احتجاجي پرلت پرمهال په ویناګانو کې دا دریځ خپل کړی چې لکه څنګه چې د پنجاب صوبايي حکومت د تحریک لبیک پاکستان د مشر سعد رضوي او د هغه د نورو پلویانو پرضد کښلې مقدمې واخیستلې نو همداسې دې د سیند صوبايي حکومت هم پر علي وزیر کښلې مقدمې لیرې کړي.

خو په سیند کې د حکمران ګوند پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په پېښور کې د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه په یوه خبري غونډه کې ویلي ول چې هغوی په سیند صوبه کې د علي وزیر پرضد د کښلو مقدمو ختمولو اییني او قانوني اختیار نه لري.

دی وايي، د لوړې سطحې په غونډو لکه ''د قومي سلامتۍ په غونډه کې ما د [علي وزیر] د خوشې کولو غوښتنه تر ټولو اول کړې وه خو ما ته وویل شول چې هغه ته په یوه کېس کې ضمانت ورکړل شوی دی خو په عدالتونو کې پرې نورې مقدمې روانې دي. زه به ولې نه غواړم چې هغه دې نه راخلاصېږي؟ هغه او د هغه کورنۍ ډېرې زیاتې قربانۍ ورکړي دي.''

یاده دي وي چې د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال کې د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پولیسو نیولی وو او سپریم کورټ په یوه مقدمه کې په ضمانت د هغه د خوشې کولو امر هم ورکړی وو خو دا مهال د کراچۍ په زندان کې بندي دی او په عدالت کې یې دوه قضیې روانې دي.

XS
SM
MD
LG