غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
پوځي چارواکو څو ورځې وړاندې له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په تیر یو کال کې يې په شمالي وزيرستان کې ۱۲۶ وسله وال وژلي او ۱۵۶ نور ېې نيولي دي.
د سېپټېمبر پر ۳۰مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه چې پکې د عمران خان د مبینه غږیزو ټوټو په اړه پلټنیزې کمېټۍ د قانوني کارروایۍ غوښتنه وکړه.
د ملي امنیت کمېټۍ غونډه تر هغې وروسته شوې چې په تېرو ورځو کې پر ټولنیزو شبکو داسې غږیزه ټوټې خپرې شوې چې په اړه يې ويل کېږی چې وزیراعظم شهباز شریف، وزیران، چارواکي او د واکمن مسلم لیګ (ن) مخکښه سیاستوالان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.
د جماعت اسلامي د سېنېټر مشتاق احمد خان تر نیوکو وروسته په هغه هېواد کې د نرښځیو د حقونو پر قانون تاوده بحثونه پیل شوي دي.
د پاکستان مسلم ليک نون ځينو سرچينو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې اسحاق ډار به نن (د سېپټېمبر پر ۲۷مه) د سېنېټر د غړيتوب حلف واخلي او سبا (د سېپټېمبر پر ۲۸مه) به د خزانې د وفاقي وزير په حيث د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړي.
د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار عبدالکريم خان د سېپتمبر پر ۱۹مه د اسمبلۍ غونډې ته ويلي وو چې حکومت نه يوازې نوي صنعتي زونونه يا ځايونه جوړ کړي بلکې کارخانو ته د بجلۍ او ګيس پوره کولو هڅې هم روانې دي.
د نوښار مرستیاله کمېشنره قرة العین وايي، په یاده ضلع کې د سېلابونو له وجې خلکو ته د اوښتو زیانونو جاج اخلي او اړمنو خلکو ته به مرسته رسوي.
پخواني وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې نیوکې وکړې.
د پاکستان حکومت وايي، پخوانیو واکدارانو ورته اقتصاد په خورا خراب حال ورپرېښی دی نو ځکه د انتخاباتو پر ځای د اقتصادي حالت سمولو ته توجه ورکوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې په سیمه کې تر پلټنو وروسته "ثابته" شوې چې هلته د وسله والو د فعالیتونو په اړه راپورونه " پر مبالغې ولاړ او ناسم" دي.
تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په بیا بیا یې ویلي دي چې د امنیت ټینګښت هڅې کوي. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په کوز دیر کې د سیاستوال ملک لیاقت علي خان پر ګاډي په برید کې ککړتیا رد کړې.
د تحریک انصاف مشر عمران خان د قامي اسمبلۍ پر نهو حلقو د انتخاباتو تر اعلان وروسته له انتخاباتي کمېشنه غوښتي ول چې د هغه ګوند د ټولو غړو د استعفاګانو تر منظورېدو پورې دې ضمني انتخابات وځنډوي.
د صوبايي اسمبلۍ د غړي خوریي ارشاد علي خان د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې وسله وال ورته پر لاره ناست ول او چې کله یې ګاډی له کور سره نېږدې پر خام (کچه) سړک ورو شو نو هغوی ورباندې "له څلورو اړخونو ناتاره ډزې" وکړې.
مولانا فضل الرحمان دا خبرې پر داسې وخت کړې دي چې د ګوند د شمالي وزیرستان د دوو مشرانو د وژل کېدو پرضد يې په ميرعلي کې پرلت روان دی.
د احتجاج کوونکیو یو مشر ماک زکیم خان وايي، د افتونو سره د مبارزې صوبايي اداره ( پي ډي اېم اې) دې د دغو کورنیو د کډوالۍ حیثیت بحاله کړي او میاشتنۍ مرستې چې هرې کورنۍ ته به ورکول کېدې، هغه دې هم ورکړل شي
د ټولنې مشر عجون خان مشال راډیو ته وویل، له عدالته یې غوښتي چې د ولس تر باور ترلاسه کېدو پورې دې حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره له ممکنه موافقې وګرځوي.
نور وښیئ