د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات قامي جرګې د وسله والو د فعالیتونو په اړه غونډه وربللې


په سوات کې یوشمېر پوځیان په ۲۰۰۹ز کال کې په غرونو کې د عملیاتو پر مهال.
په سوات کې یوشمېر پوځیان په ۲۰۰۹ز کال کې په غرونو کې د عملیاتو پر مهال.

په خیبر پښتونخوا کې د "د سوات قامي جرګې" په سیمه کې د وسله والو د فعالیتونو تر رپورټونو وروسته د اګست پر ۱۷مه غونډه وربللې ده.

د جرګې ویاند احمد شاه د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، داسې خبرونه وررسېدلي دي چې وسله وال افغانستان ته ستانه شوي دي او په سیمه کې د پوځي عملیاتو نه کولو پرېکړه شوې خو وروستیو پېښو د امنیت په اړه پوښتنې زېږولې دي چې ورباندې په غونډه کې بحث کوي.

په سیمه کې د عملیاتو په اړه اوازې تر هغې وروسته خپرې شوې چې یوشمېر پوځي سرتېري سوات ته ورسېدل.

هلته د اګست پر ۱۲مه د سوات په خوازه خېله او کبل کې سلګونه کسانو "موږ پر خپله خاوره امن غواړو" تر شعار لاندې مظاهره وکړه او له حکومته یې هلته د وسله والو د فعالیتونو مخنیوي غوښتنه وکړه.

د اګست پر اتمه د سوات په مټه تحصیل کې د عملیاتو پر مهال د پولیسو او وسله والو ترمینځ نښته وشوه چې پکې د یو افسر په ګډون څلور سرتېري ژوبل شول.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په میدان سیمه کې تر هغې درې ورځې وروسته د "قامي پاڅون" په نوم لاریون وشو چې هلته د وسله والو د واکمن تحریک انصاف د یو سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ د غړي ملک لیاقت علي خان پر ګاډي برید وکړ چې پکې څلور کسان ووژل شول او د نوموړي په ګډون څلور کسان ژوبل شول.

خو د پاکستان پوځ ویلي دي چې له تېرو یوشمېر ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو په سوات کې د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو د شتون په اړه "ناسم خبرونه" خپرېږي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې په سیمه کې تر پلټنو وروسته "ثابته" شوې چې هلته د وسله والو د فعالیتونو په اړه راپورونه " پر مبالغې ولاړ او ناسم" دي.

په بیان کې راغلي، د سوات او کوز دیر په غرونو کې "خورا کم شمېر وسله وال لیدل" شوي او دا چې هغه کسان "له ابادۍ څخه ډېر لیرې" دي.

تحریک طالبان پاکستان وايي، وسله وال یې وار له مخه په بېلابېلو ځایونو کې دي خو د اګست ۱۰مه یې رسنيو ته په استولي يو بیان کې ويلي چې پر ملک لياقت علي خان یې برید نه دی کړی.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې له ټي ټي پي پرته نورې وسله والې ډلې هم فعاله دي.

خو د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو په تېره اوونۍ کې په بیا بیا د امنیت ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د اګست پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د وسله والو له هلو ځلو خبر دی او هېچا ته د عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

څه د پاسه یوه لسیزې مخکې د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات کړي ول او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول.

XS
SM
MD
LG