د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په بېلابېلو نښتو کې ۱۴ وسله وال او ۲ پوځيان وژل شوي


د پاکستاني پوځيانو یو ګاډي په پېښور کې ګزمه کوي (انځور له ارشيفه)
د پاکستاني پوځيانو یو ګاډي په پېښور کې ګزمه کوي (انځور له ارشيفه)

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان، ټانک او پېښور کې د نښتو په مهال ۱۴ وسله وال او دوه پوځيان وژل شوي دي.

د پېښور برید په اړه، یوه استخباراتي چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه خپرولو په شرط نن (د اکتوبر پر څلورمه) مشال راډیو ته وویل چې وسله والو پرون د پېښور د متنو په شيځوله سيمه کې د امنیتي ځواکونو پر قافله هغه مهال حمله وکړه چې د سرتېرو قافله له پېښوره کوهاټ ته روانه وه.

د هغه په وينا، په بريد کې دوه پوځيان وژل شوي او پینځه ټپیان دي. د نوموړي په ادعا، د ځواکونو په ځوابي ډزو کې شپږ وسله وال هم وژل شوي دي، خو خپلواکه سرچينو لا تر دې دمه د دې تصديق نه دی کړی.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) کالعدم وسله والې ډلې د اکتوبر پر څلورمه نېټه رسنيو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه واري منلې او ادعا يې کړې ده چې څلور امنيتي سرتېري يې وژلي دي. هغوی د خپلو دوو وسله والو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

ټانک

د خيبر پښتونخوا په ټانک کې هم پولیسو ادعا کړې چې په يوه نښته کې يې څلور مشکوکه وسله وال وژلي دي.

د دې ضلعې د پوليسو مشر وقار احمد د اکتوبر پر څلورمه مشال راډیو ته وويل چې نن پر اوو موټرسايکل سپرو وسله والو د پوځ او ترهګرۍ ضد پوليسو د ځانګړي ځواک پر سرتېرو ډزې وکړې چې د ده په ادعا، په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال ووژل شول.

هغه زیاته کړه چې د وژل شويو د پېژندګلوي عمل روان دی. په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو تصديق نه دی شوی او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه ويلي دي.

شمالي وزیرستان

بلخوا په شمالي وزيرستان کې يو پوځي چارواکي، چې رسنيو سره د خبرو اجازې نه درلودو له امله یې خپل نوم خپرېدل نه غوښتل، د اکتوبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې تېره ورځ یې په غلام خان کې څلور مشکوک وسله وال وژلي دي. د دغه چارواکي په وينا پينځه نور وسله وال یې، چې د افغانستان له خوست سيمې د اغزن تار له لارې ور اوښتل، ژوبل کړي هم دي.

چارواکو ويلي چې دا کسان د حافظ ګل بهادر ډلې غړي دي خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي او نه هم په ازاد ډول د دې ادعا تصديق کېدلی شي.

پوځي چارواکو څو ورځې وړاندې له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په تیر یو کال کې يې په شمالي وزيرستان کې ۱۲۶ وسله وال وژلي او ۱۵۶ نور ېې نيولي دي. د دوی په وینا په دغو وژل شويو او نيول شويو کې د ۶۰ سلنه تعلق د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې سره دی. يادې ډلې د پوځ د دعوو په اړه څه نه دې ويلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ۲۰۱۴ز کال د جون او د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر د راپورونو تر مخه د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې او حکومت تر مينځه د سولې د خبرو تر څنګ څو ځله اوربند شوی خو دواړو خواوو د دغو خبرو اترو نتيجې او د ډز بندۍ د ختميدو وجوهات نه وو په ډاګه کړي.

پوځي چارواکو د دې نیول شويو کسانو شناخت نه دی په ډاګه کړې او نه يې تر دې دمه دا کسان عدالتونو ته وړاندې کړي. د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې سره هم د مذاکراتو له لارې د نامعلوم وخت لپاره اوربند کړی دی.

XS
SM
MD
LG