د لاسرسي ځای

تازه خبر

شينواری: خيبرپښتونخوا کې سلګونه کارخانې بندې او زرګونه مزدوران بېروزګاره شوي


د خيبرپښتونخوا د صنعتکارانو يوه غونډه - عکس له ارشېفه
د خيبرپښتونخوا د صنعتکارانو يوه غونډه - عکس له ارشېفه

د خيبرپښتونخوا د صنعتکارانو د اتحادیې مشر وايي، په خیبرپښتونخوا کې د ګېس او بجلۍ د کمښت او همداراز د امنیتي ستونزو له وجې سلګونه کارخانې بندې شوې دي.

زاهد الله شينواري د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال رېډیو ته وویل چې د کارخانو بندښت زرګونه مزدوران بېروزګاره کړي او دوی اړ شوي چې د هېواد نورو صوبو ته کډه شي.

ده زياته کړه، " په خيبرپښتونخوا کې شاوخوا ۶۰۰ کارخانې تړل شوې دي. یوازې په ګدون کې د بندو کارخانو شمېر ۲۰۰ ته رسېدلی دی. د کارخانو تړل کېدو له وجې د بېروزګاره شويو مزدورانو شمېر شاخوا ۳۰،۰۰۰ ته رسېدلی او دا ځکه چې په يوه عامه کارخانه کې هم له ۲۵۰ تر ۴۰۰ پورې مزدوران کار کوي."

زاهد الله شينواري دا خبرې له هغه وروسته کړي چې صوبايي اسمبلۍ ته د صنعتونو د محکمې لخوا په ورکړل شويو معلوماتو کې ویل شوي چې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۰ز کاله پورې په صوبه کې ۳۰۰ کارخانې بندې او له وجې يې شاوخوا ۶۰۰۰ مزدوران بېروزګاره شوي دي.

له صوبايي حکومته د بندو شويو کارخانو په اړه معلومات په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند غړي خوشدل خان غوښتي ول.

نوموړي د سېپټمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د صنعت شعبې ته د حکومت نه پاملرنه د سلګونه کارخانو د بندېدو سبب شوې ده.

هغه زياته کړه، "حکومت د صوبې په ترقۍ کې هيڅ ډول دلچسپي نه اخلي. نورې کارخانې هم بندېدو خوا ته روانې دي. تر ټولو زياته د افسوس خبره دا ده چې ګېس په کرک ضلع کې پېدا کېږي او هم هلته جوړه يوه کارخانه ځکه بنده پرته ده چې ګېس نه ورکول کېږي."

خو د صنعتونو لپاره د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار عبدالکريم خان د سېپتمبر پر ۱۹مه د اسمبلۍ غونډې ته ويلي چې حکومت نه يوازې نوي صنعتي زونونه يا ځايونه جوړ کړي بلکې کارخانو ته د بجلۍ او ګيس پوره کولو هڅې هم روانې دي.

ده وويل، " موږ نوې صنعتي پالېسي جوړه کړې ده. د وړو کارخانو لګولو لپاره له سود پرته د دوه کروړه روپيو پورې قرضې ورکول کېږي. د نويو صنعتي ځايونو لپاره قانون سازي هم شوې ده. اوس که يو صنعتکار د شپږو مياشتو دننه هغه ته پر ورکړل شوې ځمکه د کارخانې جوړول پيل نه کړي نو اجاره به يې منسوخ کېږي."

خو د صوبې صنعتکاران له حکومته غواړي چې په صنعتي زونونو کې د دوی د امنيت يقيني کولو ترڅنګ نورې اړينې اسانتياوې ورته برابر کړي.

XS
SM
MD
LG