د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر د صوبايي اسمبلۍ پر غړي برید کې د ککړو کسانو نیولو امر کړی


د کوز دیر انتظامي مشر وايي برید په میدان سیمه کې شوی.
د کوز دیر انتظامي مشر وايي برید په میدان سیمه کې شوی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر پولیسو ته امر کړی دی چې د صوبايي اسمبلۍ پر غړي ملک لیاقت علي خان دې په برید کې ککړ کسان "سمدستي" ونیسي.

محمود خان د اګست پر شپږمه شپې ناوخته پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې د واکمن تحریک انصاف د سیاستوال او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د کوز دیر د استازي پر ګاډي د وسله وال برید "سخته غندنه" کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر شپږمه شپې شاوخوا اته نیمې بجې وسله والو د ملک لیاقت علي خان پر لوی ګاډي ډزې وکړې چې پکې د هغه د ورور محمد عالم او وراره محمد یاسر په ګډون څلور کسان ووژل شول او د نوموړي په ګډون څلور کسان ژوبل دي.

د کوز دیر پولیسو په یوه بیان کې ویلي دي چې پېښه د میدان په لال قلعه سیمه کې هغه مهال شوې ده چې ملک لیاقت علي خان په ګاډي کې د خپل کور پر لوري روان وو.

د کوز دیر ډېپټي کمېشنر (انتظامي مشر) زبیر نیازي تر پېښې وروسته په بیان کې ویلي دي چې په وژلیو کې د صوبايي اسمبلۍ د غړي دوه سرکاري ساتونکي نصیر او باچا روان دي.

په بیان کې راغلي چې په پېښه کې لیاقت علي خان، د هغه سېکرټر شعېب خان او ورسره سپاره دوه نور کسان ژوبل شوي دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د صوبايي اسمبلۍ د غړي خوریي ارشاد علي خان د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې وسله وال ورته پر لاره ناست ول او چې کله یې ګاډی له کور سره نېږدې پر خام (کچه) سړک ورو شو نو هغوی ورباندې "له څلورو اړخونو ناتاره ډزې" وکړې.

د ده په خبره، په ګاډي کې د کورنۍ یو ماشوم هم سپور وو چې په ډزو کې بچ پاتې وو او تر پېښې "۱۵ منټه" وروسته یې د کور خلک خبر کړل.

ارشاد علي خان زیاتوي چې د تېمرګرې په روغتون کې د لیاقت علي خان لومړۍ درملنه وشوه او اوسمهال د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې بستر دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې حمله چا او ولې کړې ده خو په کوز دیر کې یوه خبریال عبدالله مدني د اګست شپږمې پر شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې پولیسو او د استخباراتي ادارو کارکوونکو تر پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې وه او د لټون عملیات یې پیل کړي ول.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان په بیان کې زیاته کړې چې په حمله کې به ککړ کسان "ژر نیسي" او د "قانون منګولو ته به یې سپاري."

۴۹ کلن لیاقت علي خان په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان تحریک انصاف په استازیتوب د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی منتخب شو او اوسمهال په اسمبلۍ کې د ټرانسپورټي چارو د کمېټۍ مشر دی.

XS
SM
MD
LG