د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ ضمني انتخاباتو لپاره د نوماندانو د اسنادو دایرولو بهیر روان دی


په پنجاب کې یوشمېر ښځې د صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره د ووټ اچولو په موخه په قطار کې ولاړې دي - د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۱۷مې انځور.

په خیبر پښتونخوا کې انتخاباتي کمېشن وايي، د قامي اسمبلۍ پر خالي څوکیو د ضمني انتخاباتو لپاره د سیاستوالانو د نوماندۍ اسنادو داخلولو بهیر پیل شوی دی.

د انتخاباتو کمېشن د صوبايي څانګې ویاند سهېل احمد د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ په پېښور، مردان، چارسده او کورمه کې خالي شوې دي چې ورباندې ضمني انتخابات د سېپټېمبر پر ۲۵مه کېږي. پر هم هغه نېټه به د کراچۍ پر درو او د فیصل اباد او ننکانه صاحب پر یوې، یوې حلقې هم انتخابات کېږي.

ده زیاته کړه چې د نوماندۍ د کاغذونو دایرولو بهیر د اګست له ۱۰مې څخه پیل شوی چې د روانې میاشتې تر ۱۳مې به روان وي.

په وفاقي حکومت کې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او ملګرو ګوندونو د اګست پر ۱۰مه په پېښور کې تر غونډې وروسته پرېکړه وکړه چې په ګډه په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ویاند عبدالجلیل جان د اګست پر ۱۰مه تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، پي ډي اېم او ملګرو ګوندونو یې پرېکړه وکړه چې له خیبر پښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ څلورو څوکیو ته د هغو ګوندونو سیاستوالان خپل ګډ نوماندان کړي چې د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې یې د تحریک انصاف تر بریالیو نوماندانو وروسته تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړې وې.

ده وویل، همدې ته په کتو د پېښور او چارسدې د څوکیو لپاره به د عوامي نیشنل ګوند او د مردان او کورمې د حلقو لپاره به د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوالان امېدواران وي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د قامي اسمبلۍ پر نهو حلقو د انتخاباتو تر اعلان وروسته له انتخاباتي کمېشنه غوښتي ول چې د هغه ګوند د ټولو غړو د استعفاګانو تر منظورېدو پورې دې ضمني انتخابات وځنډوي. هغه ګوند همداراز د نهه واړه څوکیو لپاره خپل نوماندان هم اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منظور کړې وې. له هغو څخه یې دوه پر ځانګړو څوکیو قامي اسمبلۍ ته منتخب شوي ول، نو ځکه کمېشن یوازې پر نهو څوکیو انتخابات کوي.

د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه یې ۱۷۴ غړو پر عمران خان د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.

تر دې یوه ورځ وروسته، د تحريک انصاف د مشر عمران خان په مشرۍ د ګوند پارلېماني استازو په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې په قامي اسمبلۍ کې به یې ټول غړي استعفا ورکوي.

خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د هغه وخت مرستیال مشر (سپیکر) قاسم سوري ویلي ول چې د "لنډمهالي سپیکر په حیث" یې د تحریک انصاف ګوند "د ۱۲۳ غړو استعفا منظور" کړې وې.

نوموړي د اپرېل پر ۱۴مه پر ټوېټر د خپل امر انځور خپور کړی وو او لیکلي یې ول چې استعفاګانې یې د پارلېماني چارو له "قواعدو او ضوابطو سره سم" منلې دي.

د پاکستان له قانون سره سم، د قامي اسمبلۍ هر غړی چې ګوښه کېدل غواړي، باید خپل استعفالیک سپیکر ته ورکړي او ورسره وګوري چې هغه یې د تاییدولو یا نه منظورولو پرېکړه وکړي.

د تحریک انصاف د غړو د استعفاګانو موضوع تر هغې وروسته نوره پسې وغځېده چې د هغه ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپرېل پر ۱۶مه له دندې استعفا کړې وه. تر نوموړي یوه اوونۍ مخکې د تحریک انصاف بل سیاستوال او د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر هم له دندې ګوښه شوی وو.

تر هغه وروسته د پاکستان پیپلز پارټۍ سیاستوال او پخوانی وزیراعظم راجا پروېز اشرف د اېتلافي حکومت او د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د غړو ګوندونو د ګډ نوماند په توګه د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر منتخب شو.

XS
SM
MD
LG