د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د حکومت پر ضد جلسو ته دوام ورکوي


عمران خان د اګست ۱۳مې پر ماخوستن په لاهور کې خپلو ګڼو پلویانو ته وینا وکړه.
عمران خان د اګست ۱۳مې پر ماخوستن په لاهور کې خپلو ګڼو پلویانو ته وینا وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې په هېواد کې د حکومت ضد جلسو ته دوام ورکوي.

نوموړي د اګست ۱۳مې پر ماخوستن د لاهور د هاکي په لوبغالي کې د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې دعوه وکړه چې "د حقیقي ازادۍ جنګ اوس په وروستي او پرېکنده پړاو" کې دی.

عمران خان په وینا کې وویل، راتلونکې اوونۍ له پلان سره سم، په راولپېنډې کې جلسه کوي.

ده وویل، تر هغې وروسته په کراچۍ، سکر، حیدراباد، اسلام اباد، پېښور، مردان، اټک، اېبټ اباد، ملتان، بهاولپور، سرګودې، جهلم، ګجرات، فیصل اباد، ګوجراواله او کوټه کې هم د جلسو پلان لري.

عمران خان د اګست پر ۱۳مه په لاهور کې جلسې ته په وینا کې وویل، د حکومت ضد هڅې یې پرېکنده پړاو ته داخلې شوې دي.
عمران خان د اګست پر ۱۳مه په لاهور کې جلسې ته په وینا کې وویل، د حکومت ضد هڅې یې پرېکنده پړاو ته داخلې شوې دي.

عمران خان د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې له دندې له ګوښه کېدو راهیسې احتجاجي غونډو ته دوام ورکړی دی او پر حکومت ټینګار کوي چې چارې لنډمهاله ادارې ته وسپاري او انتخابات اعلان کړي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت وايي، انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي.

د پاکستان حکومت وايي، پخوانیو واکدارانو ورته اقتصاد په خورا خراب حال ورپرېښی دی نو ځکه د انتخاباتو پر ځای د اقتصادي حالت سمولو ته توجه ورکوي.

وزیراعظم شریف د اګست ۱۳مې شپې مهال ولس ته په وینا کې د هېواد پر ټولو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د اقتصاد سمولو لپاره دې پر یوه منشور سلا شي.

ده په ټېلېوېژني وینا کې له ټولو سیاسي خواوو وغوښتل چې د راتلونکو انتخاباتو نتیجو ته دې د فکر کولو پر ځای د راروانو نسلونو د راتلونکې لپاره "ګډ کار" وکړي.

شریف زیاته کړه، پاکستان له "سختو" مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دی چې د هوارولو لپاره یې د "ملي اجماع، د تګلارو دوام او سیاسي او اقتصادي ثبات" اړین دي.

XS
SM
MD
LG