د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبرپښتونخوا حکومت مرکزي حکومت ته د پاتو پيسو مسله سپريم کورټ ته وړي


د خيبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا په دې وزارت کې د يوې غونډې مشري کوي - عکس له ارشېفه
د خيبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا په دې وزارت کې د يوې غونډې مشري کوي - عکس له ارشېفه

په خيبرپښتونخوا کي اپوزيشن ګوندونه وايي، د تحريک انصاف صوبايي حکومت بايد د بقاياجاتو مسله هغه وخت پورته کړی وای چې په مرکز کې د عمران خان په مشرۍ د همدې ګوند حکومت وو.

د خيبرپښتونخوا حکومت په پام کې لري چې له مرکزي حکومته د بجلۍ د خالصې ګټې او نورو بقاياجاتو د ترلاسه کولو مسله سپریم کورټ ته يوسي.

د دې صوبې د خزانې وزير تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر اتمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د بقاياجاتو د معاملې د جاج اخيستو لپاره د خيبرپښتونخوا د کابينې ځانګړې غونډه هم بلل شوې.

جګړا د کابينې د غونډې کره نېټه و نه ښووله خو ويې ويل: "وفاق په تېرو شپږو مياشتو کې د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې یوه روپۍ هم نه ده راکړې. بله دا چې د قبايلي ضلعو د پرمختيا لپاره اعلان شوې پيسې هم نه دي راکړل شوي. د دې مسلې سپريم کورټ ته پر وړلو سنجيده غور روان دی، او دا ځکه چې د وفاق او صوبو ترمېنځ د يوې مسلې د حل اييني لار د هغې سپرم کورټ ته وړل دي."

د خيبرپښتونخوا د خزانې محکمې لخوا مشال راډیو ته ورکړل شوي معلومات ښيي چې صوبايي حکومت د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان له موجوده مرکزي حکومته په بيا بيا د بجلۍ د خالص ګټې په مد کې د ۶۰ اربه او د صوبې د سېلاب ځپلو سيمو د بيابحالۍ چارو ترڅنګ د قبايلي ضلعو د پرمختګ لپاره د ۲۷۵ اربه روپيو بقایاجاتو غوښتنه کړې خو د خزانې مرکزي وزارت تراوسه دې غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.

په خيبرپښتونخوا کي اپوزيشن ګوندونه وايي، د تحريک انصاف صوبايي حکومت بايد د بقاياجاتو مسله هغه وخت پورته کړی وای چې په مرکز کې د عمران خان په مشرۍ د همدې ګوند حکومت وو.

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کي د عوامي نېشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسين بابک د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت د بقاياجاتو پر معامله سياست کول غواړي.

هغه زياته کړه: "تېر څلور کاله چې په مرکز کي د تحريک انصاف حکومت وو. موږ صوبايي حکومت ته په بيا بيا ويلي وو چې د خپلو بقاياجاتو او وسايلو ترلاسه کولو لپاره بايد يوه پارليماني جرګه جوړه شي. خو دوی زموږ وړانديز و نه مانه. عمران خان به هم په خپلو جلسو کې ويل چې پښتونخوا ته د بجلۍ د خالص ګټې پيسې نشي ورکولی."

د قانوني چارو ځينې پوهان وايي، صوبايي حکومت د بقاياجاتو پر مسله سپريم کورټ ته تللی شي خو دا موضوع د شریکو ګټو په شورا ( کونسل اف کامن انټرسټس) کې هم حلېدای شي. قانون پوه او وکیل شبیر حسين ګېګیاڼي مشال راډيو ته وويل، د بقاياجاتو پر مسله به سپريم کورټ خپله رای ورکړي، خو د هغې عملي کول به بيا هم د حکومتي چارواکو په لاس کې وي.

XS
SM
MD
LG