د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سیلابونه: نږدې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي


د بلوچستان په جعفر اباد کې د سیلاب ځپلو حال
د بلوچستان په جعفر اباد کې د سیلاب ځپلو حال

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي اېم اې) د اګست په ۳۱مه د شپې وويل چې تر دغې نېټې پورې له سیلابونو د وژل شويو شمېر ۱۱۹۱ ته رسېدلی دی.

دې ادارې زیاته کړې چې نيږدې ۴۰۰۰ خلک په دې سېلابونو کي ژوبل شوي، لس نيم لاکه کورونه وران شوي او په ټوله کې څه دپاسه ۳۳ ميليونو خلک اغيزمن شوي دي.

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان د اګست په ۳۱مه، د کوهستان او شانګلې د دورې په مهال پر وفاقي حکومت نيوکې کړې دي چې د سړکونو او لویو لارو جوړولو لپاره یې څه نه دې کړي. هغه په دې موقع خبريالانو ته وويل چې د دغو کارونو کول د وفاقي حکومت ذمه واري جوړيږي.

په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د تحريک انصاف حکومتونه دي خو په وفاق کې د دوی د مخالفو سیاسي ګوندونو اتحادي حکومت دی چې مشري یې مسلم ليګ (ن) کوي.

وزیراعظم شهباز شريف له تېرې اوونۍ راهیسې د بلوچستان، سيند، پنجاب او خيبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو دورې کړې او پر صوبايي حکومتونو یې غږ کړی چې د وفاق سره دې په شريکه د سیلاب ځپلو مرسته وکړي. شريف تېره ورځ د سوات د دورې پر مهال د خېبر پښتونخوا دسېلاب ځپلو سیمو لپاره د لس اربه روپو مالي مرستې اعلان هم وکړ.

بلخوا په بلوچستان کې چارواکي وايي چې هغلته له راغليو سیلابونو څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې د وژل شويو شمير ۲۵۴ ته رسیدلی دی. په همدې حال کې د دې صوبې زیاترې برخې بجلي او ګېس نه لري چې د بارانونو له وجې پرې شوي دي. د دې تر څنګ بلوچستان ته ځمکنۍ لارې بندې دي او يوازې د هوا له لارې ورته سفر کيدلی شي.

دبلوچستان چیف سیکريټري عبدالعزیز عقلي د اګست په ۳۱مه په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې د خلکو سره یې مرستې روانې دي او خواوشا ۲۹۰۰۰ کسان یې د سیلاب له اوبو څخه خوندي‌ځايونو ته رسولي دي. هغه زیاته کړه چې ۹۸۰۰۰ کسانو ته یې خوراکي توکي او طبي مرستې برابرې کړې دي او ۷۰۰ طبي کمپونه یې لګولي دي. عقلي ژمنه وکړه چي په صوبه کې له بارانونو او سیلابونو څخه وژل شوي تن کورنۍ ته لس لاکه روپۍ ورکوي.

تر دې مخکې وزيراعظم شهباز شريف هم اعلان کړی وو چې هرې سیلاب ځپلې کورنۍ ته ۲۵۰۰۰ او وژل شوي تن کورنۍ ته لس لاکه روپۍ ورکول کيږي. نوموړي له نړيوالو ادارو او هېوادونو غوښتنه کړې چې خپلې مرستې جاري وساتي. د امريکې په ګډون ګڼو هېوادونو په دې لړ کې د پیسو او طبي توکيو مرستې پاکستان ته ليږلې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۳۱مه په یو بیان کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له ۲۰ څخه ډیرو بهرملکي سفارتکارانو سره د بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلیو سیمو ته ورغلی دی. د نوموړی سره د نورو تر څنګ د امریکا، چین، سعودي عرب، او ترکیې سفیران هم ملګري وو.

په همدې حال کې اسیايي پرمختیايي بانک (ای ډي بي) د سیلاب ځپلیو لپاره د ۳ ميلیونه ډالره مرستې اعلان کړی دی. بانک پرون په خپله ویب پاڼه وویل چې دا پانګې به د سیلاب ځپلیو د خوراک او خیمو لپاره د بیړنیو مرستو په توګه خرڅ کولی شي. له دغې یوه ورځ وړاندې امریکا د پاکستان سره د ۳۰ میلیونه ډالره مالي مرستې اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG