د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ۱۱ حلقو کې تر انتخاباتو وروسته رایې شمېرنه روانه ده


په کراچۍ کې انتخاباتي افسرانې د رایې ورکوونکو نوملړونه ګوري - د اکتوبر ۱۶مې انځور.
په کراچۍ کې انتخاباتي افسرانې د رایې ورکوونکو نوملړونه ګوري - د اکتوبر ۱۶مې انځور.

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ پر اتو او د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر درو څوکیو تر انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی.

انتخاباتي کمېشن په یو بیان کې ویلي، د رایې اچونې عمل د اکتوبر پر ۱۶مه سهار پر اتو بجو پیل شو او بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو.

د کمېشن په وینا، د خیبر پښتونخوا په مردان، چارسده، پېښور، د پنجاب د فیصل اباد، ننکانه صاحب او ملتان او د سیند د کراچۍ په دوو حلقو کې د قامي او د پنجاب په درې ضلعو شیخوپوره، خانېوال او بهاولنګر کې د صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره ضمني انتخابات وشول.

له بېلابېلو ځایونو څخه راغلي رپورټونه وايي چې په ضمني انتخاباتو کې زیاتو خلکو ګډون نه وو کړی.

په دې کې د قامي اسمبلۍ د ملتان له څوکۍ پرته ټولې په اپرېل کې له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د لیرې کېدو پر مهال د ۱۲۳ غړو د استعفا له کبله خالي شوې وې. د ملتان څوکۍ د تحریک انصاف زین حسین قریشي په جولای کې پرېښې وه او د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې پر نهو حلقو ضمني انتخابات د سېپټېمبر پر ۲۵مه وشي خو کمېشن د سېپټېمبر پر اتمه تر غونډې وروسته په بیان کې وویل چې د بارانونو او لویو سېلابونو له وجې لارې او سړکونه او انفراسټرکچر ته خورا زیات تاوان رسېدلی او پولیس، پوځ، د رېنجرز ځواک، کانسټیبلري ځواک او انتظامي چارواکي د بحالۍ، مرستو او ناروغیو مخنیوي په چارو کې مصروف دي نو ځکه په سېپټېمبر کې پر ټاکلې نېټه انتخابات نه شي کولای.

په پېښور کې یو کس خپل ماشوم د رایې ورکونې مرکز ته بیولی دی او ووټ اچوي - د اکتوبر ۱۶مې انځور.
په پېښور کې یو کس خپل ماشوم د رایې ورکونې مرکز ته بیولی دی او ووټ اچوي - د اکتوبر ۱۶مې انځور.

د جولای پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منظور کړې وې. له هغو څخه یې دوه پر ځانګړو څوکیو قامي اسمبلۍ ته منتخب شوي ول، نو ځکه هغه مهال کمېشن یوازې پر نهو څوکیو د انتخاباتو اعلان کړی وو.

خو په دې برخه کې یوه بله لانجه هغه مهال پیدا شوه چې د پاکستان تحریک انصاف یو سیاستوال او د کراچۍ له لیارۍ څخه قامي اسمبلۍ غړي شکور شاد په سېپټېمبر کې اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ چې پکې یې ویلي چې ده د پارلېمان له څوکۍ استعفا نه وه ورکړې او دا چې د ګوند مرکزي دفتر د قامي اسمبلۍ د ۱۲۳ غړو استعفالیکونه تیار کړي ول. همدا لامل دی چې انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۱۲مه په بیان کې وویل چې د نوموړي د قضیې په اړه تر پرېکړې پورې د کراچۍ په درېیمه حلقه کې انتخابات نه کوي.

له دې پرته د پاکستان انتخاباتي کمېشن تېره اوونۍ د کورمې په دوو کلیو کې د ځمکې لانجې پر سر د نښتو له کبله هلته د قامي اسمبلۍ پر خالي څوکۍ انتخابات وځنډول.

د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند په بېلابېلو برخو کې انتخابات پر داسې مهال کېږي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د وسله والو بریدونو خبرداری ورکړی وو.

د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند حکومتونه وايي، په انتخاباتي حلقو کې یې امنیتي اقدامات کړي ول او ګڼ امنیتي سرتېري د رایې اچونې مرکزونو بهر ولاړ ول.

XS
SM
MD
LG