د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان "نيولو" ګنګوسې: د تحریک انصاف پلویان یې د کور مخې ته ورغونډ شوي


مجسټرېټ جاوېد علي په مقدمه کې پر عمران خان تور پورې کړی چې په خلکو، پوليسو او عدالت کې يې وېره خپره کړې ده - پخوانی انځور
مجسټرېټ جاوېد علي په مقدمه کې پر عمران خان تور پورې کړی چې په خلکو، پوليسو او عدالت کې يې وېره خپره کړې ده - پخوانی انځور

د عمران خان د نيول کېدو "حکم خپرېدو" په اړه د پاکستان تحریک انصاف د مخکښ سیاستوال مراد سعيد تر دعوې وروسته د هغه ګوند مشران، غړي او پلویان د اسلام اباد په بني ګالا کې د خان د کور مخې ته ورټول شوي دي.

مراد سعيد د اګست پر ۲۱مه نېټه ماسخوتن شاوخوا اته نيمې بجې پر ټوېټر پاڼه په بیان کې ادعا وکړه چې "د عمران خان د نيولو امر جاري" شوی دی.

تر دې وروسته پر ټولنيزو رسنيو ګنګوسې خپرې شوې چې پولیس د عمران خان د نيولو لپاره د هغه کور ته ورځي.

خو خپله پولیسو او نورو حکومتي چارواکو په رسمي توګه د عمران خان د نيولو د هڅو تصديق نه دی کړی.

د تحریک انصاف يو مخکښ فواد چودري د اګست پر ۲۱مه د ماسخوتن پر شاوخوا نهه بجې پر ټوېټر پاڼه د ګوند پر غړو غږ وکړ چې د عمران خان کور ته ځانونه ورورسوي.

نوموړي ادعا وکړه چې په سلګونه غړي وار له مخه کور ته ورسېدلي دي.

د اګست ۲۱مې له شپې راهيسې فواد چودري او د تحریک انصاف نور مشران پر ټوېټر شېبه په شېبه معلومات او داسې ويډيوګانې خپروي چې پکې ښکاري ګڼ کسان د عمران خان کور ته ورروان دی. خو د دې معلوماتو او ويډيوګانو په خپلواکه توګه تصديق نه دی شوی.

اخوا د پاکستان ډان نیوز ورځپاڼې او بي بي سي اردو د پوليسو له قوله ليکلي چې دوی د عمران خان د نيولو لپاره نه دي ورغلي.

په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي چې رسنیزو چارو لپاره د اسلام اباد د پولیسو مشر تقي جاوېد ورته ويلي چې دوی د عمران خان د نيولو لپاره نه بلکې په بني ګالا کې د امن و امان ټینګښت لپاره ورغلي دي.

د لیاقت باغ جلسې ته وینا

دا پرمختګونه په داسې وخت کې شوي دي چې پخواني وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې نیوکې وکړې.

خان په خپلو خبرو کې تور پورې کړ چې انتخاباتي کمېشن چې یې د ګوند د بهرني تمویل په قضیه کې د ده پرضد فیصله کوله نو ده ته "پیغام" ورغلی وو چې دا هر څه "د بوټانو د فشار" له وجې کېږي. په پاکستان کې د بوټانو اصطلاح د پوځي بوټانو لپاره کارېږي.

عمران خان همداراز دعوه وکړه چې "څوک" یې "کور ته د ملاقات لپاره" ورشي نو بیا ورته د "استخباراتي ادارو کارکوونکي ټېلېفونونه کوي چې هلته ولې تللی وې؟"

ده دا دعوه هم وکړه چې پر تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو د هغه د نیولو پلان هم جوړ شوی خو که هغه زنداني هم شي، "د حقیقي ازادۍ له مبارزې نه اوړي."

عمران خان د خپلو دعوو په اړه ثبوتونه یا شواهد وړاندې نه کړل.

د عمران خان ضد مقدمه

د عمران خان د نيولو ګنګوسې تر هغې وروسته پیل شوې چې کله د اګست پر ۲۱مه د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې د هغه پرضد د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون له مخې مقدمه درج شوه.

دا مقدمه د علي جاوېد نومې مجسټرېټ دایره کړې او مشال راډیو يې هم نقل ترلاسه کړی دی. په مقدمه کې لیکل شوي چې هغه د اګست پر ۲۰مه نېټه له ځينو پولیس چارواکو سره په اسلام اباد کې موجود وو چې پر دې مهال جلسې ته په وينا کې عمران خان يوې قاضیې او د پوليس جګپوړو مشرانو ته دړکې ورکړي.

په اېف ای ار کې تور پورې شوی چې د عمران خان د وينا له کبله "په خلکو، پوليسو او عدلیه کې وېره، ناارامي او ترهه خپره شوې" ده.

د علي جاوېد په وینا، پر دې اساس دې د تحریک انصاف د مشر عمران خان پرضد قانوني کارروايي وشي.

دا مقدمه د ترهګرۍ د مخنيوی قانون له اوومې مادې سره سم دایره شوې چې پکې ضمانت نه شي کېدای.

عمران خان د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې په خپله وینا کې "د اسلام اباد پوليسو" له خوا د هغه د سیاسي سلاکار شهباز ګېل" نيول او پرې مبینه تشدد غندلی وو.

شهباز ګېل د عمران خان سلاکار دی او په پاکستاني پوځ کې د بغاوت د خپرولو په تور په زندان کې دی.

د اګست پر ۱۹ مه نېټه د شهباز ګېل يوه ويډيو مخې ته راغلې وه چې نوموړي پکې له زندانه روغتون ته لېږدول کېږي چې پکې ښکاري چې هغه ژاړي او له سابندۍ شکايت کوي.

عمران خان پر ټوېټر ادعا کړې چې پر ګېل پر "جسماني تشدد برسېره جنسي تشدد" هم شوی دی خو د دې دعوې د ثبوت لپاره یې شواهد و نه ښوول.

البته په اسلام اباد کې د پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز روغتون د ډاکترانو ډلې د ګېل تر معاینې وروسته په خپل رپورټ کې ویلي دي چې نوموړی روغ دی.

عمران خان د دې پرضد جلسه ورکړه او پکې يې دړکه ورکړې وه چې عدالتونه او پولیس دې خبر وي چې" حساب به ورسره کوي." پر دې موقع هغه مجسټرېټې زېبا چودري ته هم دړکه ورکړه.

د اسلام اباد پولیسو د عمران خان څرګندونې رد کړې دي. د پلازمېنې پولیسو د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر د عمران خان د وینا په غبرګون په بیان کې ویلي دي چې پولیس به خپلې دندې او چارو ته دوام ورکوي او "هر کس چې ګواښ کوي او یا تورونه پورې کوي، پرضد به یې قانوني اقدامات کېږي."

د نوموړي دا وینا د پاکستان پر ټېلېویژنونو نېغ په نېغه خپره شوې وه چې وروسته د دې هېواد د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پیمرا) پر ټېلېوېژنونو په ژوندۍ بڼه د عمران خان د ويناوو پر خپرولو بندیز ولګاوه.

XS
SM
MD
LG