د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبرپښتونخوا اپوزېشن سیاستوالو په قبايلي ضلعو کې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه وکړه


د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني (انځور له ارشيفه)
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني (انځور له ارشيفه)

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د جولای په اتلسمه په قبايلي سيمو کې د بې امنۍ او هدفي وژنو په اړه د بحث په مهال د اندېښنو په ښودلو سره له حکومته غوښتنه کړې چې د وسله والو مخه ونیسي.

له شمالي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر په خپله سیمه کي په وروستیو هدفي بریدونو په تفصیل سره خبرې وکړي او له حکومته یې د امنیت ټينګولو غوښتنه وکړه. تر دې غونډې وروسته، نوموړي مشال راډيو ته وويل: "زموږ د خپلو شمېرو ترمخه په وزیرستان کې د ۲۰۱۸ کال د فرورۍ له مياشتې راهیسې تر اوسه له ۴۵۰ څخه زیات کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. په وژل شويو کې سياسي مشران، ځوانان، ديني عالمان او مدني فعالان شامل دي. موږ په اسمبلۍ کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د بې امنۍ دا مسله سنجېده واخلي."

هغه زیاته کړه چې پوځي عمليات وشول خو امن یې پر ځای نه کړ. "د ضرب عضب او راه نجات په نوم عملیات وشول. ځايي خلکو ته یې ځاني او مالي تاوانونه واړول خو تر دا دمه امن قایم نه شو."

د مشال راډيو د راټولو کړو معلوماتو ترمخه، دا کال تر اوسه پورې په شمالي وزيرستان کې ۳۰ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي. د جولای په ۱۷مه، د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ځايي ولس د دې حملو پر ضد احتجاجي ناسته پيل کړې. د جولای پر ۱۴مه په هدفي برید کې د جمعیت علما اسلام ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان وژل شوي وو. د دې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

په میرلي کې په شويو وروستيو بلدیاتي انتخاباتو کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې منتخب چېرمېن احمد سعید مشال راډیو ته وویل چې د دغه سیاستوالو په شمول د ټولو وژل شويو کسانو د مرګ حساب غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي. ورته خبرې د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند سردار حسېن بابک هم وکړي. هغه نه یوازې د بريد کوونکو د نيولو غوښتنه وکړه بلکې هغوی ته په سزا ورکولو یې هم ټينګار درلود.

په قبايلي ضلعو کې هدفي وژنې په داسې حال کې ډېرې شوې چې د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکراتو په ترڅ کې د نامعلومې مودې پورې ډزبندي کړې ده. خو په پاکستان کې پر دغې ډلې سربېره نور وسله وال هم فعاله دي. البته د زیاترو وروستيو هدفي بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې.

د خيبر پښتونخوا صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د جولای په ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې امنيت د تېرو کلونو په نسبت بهتره شوی او نور به هم ښه شي. "له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار لګولو کار روان دی. حکومت او ادارو امنيت ښه کولو لپاره کار ته دوام ورکړی او چې په هر ځای کې د وسلوالو داسې پټ ځایونه او حملې ویني نو کاروايي کوي. دا ځینې پېښي هم د همغه عملیاتو رد عمل وي. د وسلوالو طالبانو سره به په مزاکراتو کې به وخت لګي ځکه چې دا یو پېچلې عمل دی او ډېر خلک پکې برخه لري."

XS
SM
MD
LG