د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناالله وايي د ناامنۍ مخنیوي لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت سره مرسته کوي


د اکتوبر پر ۱۱مه په سوات کې زرګونه کسانو د ناامنۍ ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
د اکتوبر پر ۱۱مه په سوات کې زرګونه کسانو د ناامنۍ ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

د امن لپاره د پاکستان وزیراعظم کمېټۍ په سوات کې د وروستیو حملو جاج اخیستی دی او د کورنیو چارو وفاقي وزیر ویلي دي چې د "ترهګرۍ په مخنیوي" کې د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومت سره مرسته کوي.

د اکتوبر پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله په مشرۍ د کمېټۍ تر غونډې وروسته په بیان کې راغلي چې په ناسته کې په خیبر پښتونخوا کې د "ترهګرو پر فعالیتونو" د اندېښنې او د سوات له ولس سره د "یووالي" څرګندونه وشوه.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر او د کمېټۍ غړي محسن داوړ د اکتوبر پر ۱۳مه مشال راډيو ته وویل چې د غونډې ګډونوالو خپلې "اندېښنې" شریکې کړې او و یې ویل چې په خیبر پښتونخوا کې د پخوانیو کلونو "په څېر" وضعیت دی.

ده وویل، په غونډه کې پوښتنه وشوه چې وسلوال "له کومې راغلل او چا ورته لاره ورکړې."

د داوړ په خبره، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وویل چې په دې اړه "له امنیتي ادارو سره نوره سلا مشوره" کوي او د ناامنۍ مخنیوي لپاره یوه "مشترکه تګلاره" جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په سوات کې د ناامنۍ پېښې وشوې چې پرضد یې د اکتوبر پر ۱۱مه پراخ احتجاج وشو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله تر غونډې وروسته پر ټوېټر په بیان کې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره د همکارۍ ذکر کړی دی خو ورباندې یې نیوکې هم کړې دي او ویلي یې دي چې د امنیت ټینګښت د صوبايي حکومت دنده ده.

نوموړي داراز ویلي دي چې د امن لپاره د وزیراعظم کمېټۍ غونډې ته د خیبر پښتونخوا د چارواکو نه حاضرېدل "بدبختي" ده.

خبریال او د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد وايي، دا سمه خبر ده چې د امنیت ټینګښت د صوبايي حکومت کار دی خو د خیبر پښتونخوا پولیس "واک" او "وسایل" نه لري او د وسلوالو پرضد د اقداماتو "ټول واک له استخباراتي ادارو او پوځ" سره دی.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار د کورنیو چارو وفاقي وزیر په مشرۍ د کمېټۍ په غونډه کې د صوبايي چارواکو نه حاضرېدو په اړه څه و نه ویل خو ډاډ یې ورکړ چې په سیمه کې حالات خرابېدو ته نه پرېږدي.

محمد علي سیف د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت ټینګښت لپاره صوبايي او وفاقي ادارې چمتو دي. "په سوات یا بله کومه سیمه کې که ترهګري وي نو زه ولس ته باور ورکوم چې د خیبر پښتونخوا حکومت، پولیس او قانون نافذوونکې ټولې ادارې به ولس ته تحفظ ورکوي او له خلکو سره به درېږي."

سیف وویل د ځینو ګوندونو او ډلو د مخالفتونو له کبله له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات ځنډېدلي دي.

ده البته زیاته کړه چې که طالبان "جنګ کوي نو موږ به هم ورسره جنګ کوو او د هغوی پر ضد به کارروايي کوو."

XS
SM
MD
LG