غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ پر ۱۴مه ناوخته په بیان کې ویلي دي چې د صوبايي اسمبلي د پاکستان د ایین د ۱۱۲مې مادې له مخې ماته شوې ده. په هغه ماده کې راغلي دي چې که ګورنر د اسمبلۍ ماتولو په اړه د وزیراعلا د سپارښتنلیک تر وررسېدو وروسته په ۴۸ ساعتونو کې اقدام و نه کړي، نو اسمبلي خپله ړنګېږي.
د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچونې لپاره غونډه د جنورۍ پر ۱۱مه ماښام پینځه بجې پیل شوه خو د حکومت او مخالفه ډلو ترمینځ د ناندریو له وجې قرارداد وړاندې نه شو. خو شپې ناوخته له نوې اجنډې سره د ووټونو په اړه کاروايي پیل شوه خو د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ مخالفه ډلو له بهیره پرېکون (بایکاټ) وکړ.
د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر فضل شکور خان د جنورۍ د نهمې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې د غنمو او اوړو کمی نه دی بلکې د حکومت له خوا د ارزانه اوړو ورکولو برخه کمه ده.
د یاد ګوند مشران وايي، دا احتجاج د دې لپاره کوي چې مرکزي حکومت په پنجاب اسمبلۍ کې د هغوی د مینډیټ (سیاسي ځواک) د ختمولو لپاره لاس په کار دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله د ډېسېمبر پر ۱۸مه په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پر پېښو اندېښنه ښودلې او د خیبر پښتونخوا پر حکومت یې نیوکې کړې وې.
دا قرارداد په اسمبلۍ کې د حکومتي او اپوزیشن غړو لخوا په شریکه وړاندې شوی او دواړو خواوو پرې رضا مندي ښکاره کړېده.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک هم ویلي ول چې وسلوالو ورته ګواښ کړی دی.
د پاکستان وفاقي حکومت وايي، تحریک انصاف دې اقدام ته نه پرېږدي او د اعلاوزیرانو پرضد یې د عدم اعتماد تحریکونه وړاندې کوي. حکومت دا راز وايي چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر خپل ټاکلي وخت کېږي.
د ډېسېمبر پر پينځمه د اسمبلۍ د غونډې په بحث کې د پيپلز ګوند غړې نګهت یاسمین اورکزۍ وويل چې د ولس د استازو په توګه د اسمبلۍ پر غړيو دا لازمي ده چې حکومت ته ووايي چې د روانې ناامنۍ مخه ونیسي.
تحریک طالبان د نومبر پر ۲۸مه نېټه رسنيو ته په استولي بیان کې پر خپلو وسلوالو غږ کړی وو چې په پاکستان کې دې حملې وکړې
د پېښور های کورټ چيف جسټس قیصر رشيد خان له هغه څخه سوګند واخیست. حاجي غلام علي د جمعیت علما اسلام (ف) یو مهم سیاستوال او د پېښور یو له لويو کاروباريانو څخه ګڼل کېږي.
د صوبې د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا پرون (د نومبر پر ۱۰مه) په پېښور کې یو خبري کانفرانس ته وویل، په وفاق باندې یې د بجلۍ د خالصې ګټې، د قبایلي ضلعو د بجټ او په اېن ایف سي ایوارډ کې ۱۱۳ اربه روپۍ ورپورې دي.
میا افتخار حسېن تر خبري غونډې وروسته له مشال راډيو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې عمران خان له دې وجې پر پوځي ایسټېبلیشمېنټ نيوکې کوي چې هغوی د پاکستان په سیاست کې د غیرجانبداره پاتې کېدو خبره کړې او د عمران خان مرسته نه کوي.
خان د نومبر پر څلورمه د لاهور له روغتونه په ویډیويي وینا کې دعوه وکړه چې د حکومت ضد لاریون تر پیلولو مخکې یې د "وژلو" پلان او سازش شوی وو. ده د خپلې دعوې ثبوت وړاندې نه کړ خو د وزیراعظم، د کورنیو چارو وزیر او د پوځي افسر نومونه یې یاد کړل چې په وینا یې ورباندې په حمله کې ککړ دي.
د لاهور په سېول لاین تاڼه کې درج شوې مقدمه کې تور پورې شوی چې منظور پښتین په لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس ته په وینا کې پر پوځي جنرالانو نیوکې کړې دي او د ریاستي ادارو پرضد یې د ولس پارولو هڅه کړې ده.
جوېریې صديق د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د شپې شاواخوا دوه نيمې بجې پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د پوليسو په وينا، ارشد شريف وژل شوی دی.
د پېښور د پولیسو د ځانګړې څانګې (سپېشل برانچ) یوه چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجاز نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تیمور عالم مسید خپل ژوند ته د خطر په اړه د حیات اباد په تاڼه کې رپورټ دایر کړی دی.
د قامي اسمبلۍ د ملتان له څوکۍ پرته ټولې په اپرېل کې له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د لیرې کېدو پر مهال د ۱۲۳ غړو د استعفا له کبله خالي شوې وې. د ملتان څوکۍ د تحریک انصاف زین حسین قریشي په جولای کې پرېښې وه او د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.
نور وښیئ