د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وايي اعلاوزیر پروېز الهي د باور رایه ترلاسه کړې ده


په پنجاب اسمبلۍ کې د جنورۍ پر ۱۲مه نیمه شپه د بې باورۍ پر تحریک رایې واچول شوې - پخوانی انځور.
په پنجاب اسمبلۍ کې د جنورۍ پر ۱۲مه نیمه شپه د بې باورۍ پر تحریک رایې واچول شوې - پخوانی انځور.

د پاکستان د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وايي چې پروېز الهي د ۱۸۶ غړو د باور رایه ترلاسه کړې ده او په دې توګه د اعلاوزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

سپیکر سبطین خان د جنورۍ پر ۱۲مه نیمه شپه د بې باورۍ پر تحریک تر ووټ اچونې وروسته نتیجه اعلان کړه.

د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچونې لپاره غونډه د جنورۍ پر ۱۱مه ماښام پینځه بجې پیل شوه خو د حکومت او مخالفه ډلو ترمینځ د ناندریو له وجې قرارداد وړاندې نه شو. خو شپې ناوخته له نوې اجنډې سره د ووټونو په اړه کاروايي پیل شوه خو د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ مخالفه ډلو له بهیره پرېکون (بایکاټ) وکړ.

د سپیکر تر اعلان وروسته د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله په لاهور کې رسنیو ته وویل چې په پنجاب اسمبلۍ کې ترسره شوی بهیر د قواعدو او ایین خلاف وو چې په عدالت کې یې چیلېنجوي.

پروېز الهي د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د پنجاب اعلاوزیر شو - پخوانی انځور.
پروېز الهي د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د پنجاب اعلاوزیر شو - پخوانی انځور.

ده وویل، په داسې حال کې چې په دې اړه یوه مقدمه په عدالت کې روانه ده او د صوبې ګورنر د عدم اعتماد پر تحریک د رایې اچونې امر ځنډولی دی نو بیا څنګه په اسمبلۍ کې پر دې موضوع غونډه وشوه؟

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې پروېز الهي خپلو پلویانو ته ویلي دي چې د پنجاب اسمبلي به نه ماتوي او په همدې حال کې د تحریک انصاف مشر عمران خان د پنجاب اسمبلۍ ماتولو خبره کوي.

خان غواړي چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتې کړي او په دې توګه وفاقي اېتلافي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو کولو ته اړ باسي.

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې د مسلم لیګ (ق) په مشرۍ د اېتلافي حکومت لوی ګوند دی. خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

مخالفه ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په ډېسېمبر کې د اسمبلۍ د تحلیلولو د مخنیوي لپاره پر الهي د بې باورۍ تحریکونه وړاندې کړي ول.

هغه مهال د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د اعتماد رایو نه اخیستو له وجې له دندې څخه د الهي د ګوښه کولو امر کړی وو خو لاهور های کورټ هغه پر خپله څوکۍ بحال کړ. د جنورۍ پر ۱۲مه هم په های کورټ کې پر دې موضوع اورېدنه کېږي.

په پنجاب اسمبلۍ کې ټولې ۳۷۱ څوکۍ دي او د اعلاوزیر منتخبولو او ورباندې د باور لپاره د ۱۸۶ غړو رایې په کار وي.

په اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو اتحاد مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د غړو شمېر د واکمن مسلم لیګ (ق) او د تحریک انصاف له هغو کم دی.

د پاکستان وفاقي حکومت حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG