د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميا افتخار حسېن وايي پر حکومتي او امنيتي چارواکو د عمران خان تورونه بې ځايه دي


د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسین په پېښور کې خبري غونډې ته وينا کوي.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسین په پېښور کې خبري غونډې ته وينا کوي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري میا افتخار حسېن ويلي چې په پنجاب کې د پاکستان تحريک انصاف شريک حکومت دی او کولای شي د هغو خلکو نومونه په اېف ای ار کې وليکي چې پر کومو یې شک دی.

د نومبر پر اوومه په پېښور پرېس کلب کې د خبري غونډې پر وخت نوموړي زياته کړه چې پر عمران خان د شوي برید مقدمه بايد دايره شوې وای او پولیسو بايد په دې کار کې ځنډ نه وای کړی.

د نومبر پر درېيمه د عمران خان په مشرۍ د پنجاب په وزيراباد کې پر شوي لاريون ډزو کې د هغه په ګډون ۱۱ کسان زخميان او يو تن وژل شوی وو. د پاکستان تحريک انصاف مشرانو پر پولیسو تور پورې کړی چې د هغوی اېف ای ار نه درجوي. خو سپريم کورټ د نومبر پر اوومه پنجاب پولیسو ته حکم وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې دې د برید مقدمه درج کړي.

ډان ورځپاڼې ليکلي چې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په دې پرېکړه کې ويل شوي چې د تحريک انصاف شکايتونه او دعوه دې واورېدل شي او د همغه پر بنياد دې د پېښې د سمو پلټنو لپاره اېف ايي ار درج کړي.

د پنجاب پولیسو د محمد نوید په نامه نيول شوي هغه کس خلاف مقدمه درج کړې چې په ويډيوګانو کې ښکاري چې پر لاريون ډزې کوي. پر ټولنیزو رسنيو خپرو شويو ويډیوګانو کې ښکاري چې دغه سړي په ظاهره د ډزو په کولو اقرار کوي‌. نوموړی وايي چې په دې پلان کې ورسره نور څوک نه وو شامل او په انفرادي ډول یې دا کار کړی دی.

خو تحريک انصاف ګوند دا ايف ای ار رد کړی او وايي مقدمه بايد د "اصلي تورنو" پر ضد جوړه شي. عمران خان ادعا کړې چې پر نوموړي په بريد کې وزيراعظم شهباز شريف، د پوځ يو افسر مېجر جنرل فيصل نصير او د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله شريک دي. حکومت او پوځ دا ادعا بې بنياده بللې او رد کړې یې ده. وزيراعظم شهباز شريف د دې بريد د پلټنو لپاره د سپريم کورټ پر قاضيانو مشتمل عدالتي کمېشن جوړولو ويلي چې عمران خان یې هرکلی کړی دی.

میا افتخار حسېن په خبري غونډه کې ويلي چې بغیر له ثبوته د عمران خان لخوا پوځي او امنيتي چارواکي تورنول بې ځايه کار دی. هغه زیاته کړه چې که بیا هم عمران خان پخپله خوښه د هغه لخوا په نومول شویو دریو کسانو مقدمه درج کول غوښتل نو دغه کار یې په پنجاب صوبه کې ځکه کولای شو، چې هلته د پاکستان تحریک انصاف او مسلم ليګ (ق) شریک حکومت دی.

میا افتخار حسېن تر خبري غونډې وروسته له مشال راډيو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې عمران خان له دې وجې پر پوځي ایسټېبلیشمېنټ نيوکې کوي چې هغوی د پاکستان په سیاست کې د غیرجانبداره پاتې کېدو خبره کړې او د عمران خان مرسته نه کوي.

بل خوا ته د پاکستان تحریک انصاف مخکښ او د قومي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قېصر د نومبر پر اوومه په پېښور کې خبریالانو ته وويل چې اسلام اباد ته به د تحريک انصاف په لاریون کې د شموليت لپاره له خيبر پښتونخوا ګڼ کسان ځي. هغه زیاته کړه چې دا کار به هله کيږي کله چې اسلام اباد ته د لاريون د ننوتلو مرحله نيږدې شو.

د تحريک انصاف مشرانو د نومبر پر اوومه اعلان وکړ چې د نومبر پر ۱۰مه به يو ځل بيا له وزير اباده خپل لاريون پيلوي. د اکتوبر له ۲۸مې پيل شوی لاريون د عمران تر زخمي کېدو وروسته ځنډول شوی وو. هغه غوښتنه کوي چې له وخت مخکې دې عمومي انتخابات وشي. خو د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت ويلي چې ټاکنې به پر خپل وخت،‌ د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

XS
SM
MD
LG