د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پوليسو پر منظور پښتين مقدمه درج کړې ده


منظور پښتین د اکتوبر پر ۲۴مه پر ټویټر د هغه ایف ای ار له خپرولو سره لیکلي چې یوازې د ده پرضد د "ترهګرۍ او غدارۍ" مقدمه درج شوې ده. پخوانی انځور
منظور پښتین د اکتوبر پر ۲۴مه پر ټویټر د هغه ایف ای ار له خپرولو سره لیکلي چې یوازې د ده پرضد د "ترهګرۍ او غدارۍ" مقدمه درج شوې ده. پخوانی انځور

د پنجاب پولیسو د پښتون ژغورنې غوځنګ پر مشر منظور پښتین د "ترهګرۍ او غدارۍ" مقدمه درج کړې ده.

د لاهور په سېول لاین تاڼه کې درج شوې مقدمه کې تور پورې شوی چې منظور پښتین په لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس ته په وینا کې پر پوځي جنرالانو نیوکې کړې دي او د ریاستي ادارو پرضد یې د ولس پارولو هڅه کړې ده.

منظور پښتین د اکتوبر پر ۲۴مه پر ټویټر د هغه ایف ای ار له خپرولو سره لیکلي چې یوازې د ده پرضد د "ترهګرۍ او غدارۍ" مقدمه درج شوې ده.

نوموړي زیاته کړې: "د ظلم خلاف پورته کېدونکي غږونه په مقدمو او جېلونو نشي خاموشه کېدای."
د ده په وینا، د دې یوازېنی حل دا دی چې انصاف وشي.

دا تر هغې وروسته ده چې منظور پښتین د اکتوبر پر ۲۳مه په لاهور کې عاصمه جهانګیر کلني کنفرانس ته په وینا کې هغه خبرې بیا تکرار کړې چې دی یې په زیاتره ویناوو کې کوي.

نوموړي تور پورې کړی وو چې په پاکستان کې جمهوریت نه بلکې بادشاهت دی چې ټولې پرېکړې پکې د پوځ مشر کوي. خو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د اکتوبر پر څلورمه نېټه په واشنګټن کې د پاکستان سفارت کې د وينا پر مهال ويلی ول چې پوځ ځان له سیاسته لیرې ساتلی او غواړي چې همداسې پاتې شي.

منظور پښتين په خپله وينا کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ پر رول نيوکې وکړې او د دې ترڅنګ يې د لادرکه کسانو پر موضوع هم خبرې وکړې.

یو شمېر سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو پر منظور پښتین د دې مقدمې درجېدل غندلي دي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه مشال رېډيو ته وویل چې که په ادارو د نیوکو خبره وي نو په دې روستیو کي د تحریک انصاف ځینو سیاسي ګوندونو د مشرانو او سیاستوالو لخوا نیغ په نېغه د ریاستي ادارو او د هغوي د مشرانو په ضد ددې نه هم سختي نیوکي شوي دي خو د هغوي سره د منظور پشتین او علي وزیر په رنګ سلوک نه ترسترګو کیږي.

هغه زیاته کړه:"عاصمه جهانګیر کانفرنس ته چې څومره هم مقررین راغلي وو نو هر چا پکي ښه په ډاګه خپله وینا اوکړه او هر رقم خبرې یې اوکړې ، پخواني واکمن ګوند تحریک انصاف سیاستوالو او مشرانو د واک نه د لري کېدلو روستو ادارو ته هر رقم بد رد اوویل، دا خبره هم سمه ده چې د هغوي د ځینو سیاستوالو په ضد هم کاروایانې شوي دي خو په یوه اونۍ یا څو ورځو کي دننه بیا د هغوي ضمانتونه شوي دي، د علي وزیر او ددې روستي ایف آيي آر قیصه بیا بدله ده او ددوي سره بل ډول سلوک کیږي، او دا ددې خبرې وضاحت کوي چې پښتنو او بلوچانو ته د خبرې د کولو ، د رایې د اظهار او د ریښتیا ویلو اجازت نه شته."


د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان هم د یو ټویټ د لارې په منظور پشتین د درج شوي مقدمې غندنه کړي ده او هغه پخپله رسمي ټویټر پانړه لیکلي دي چې کومه رویه د منظور پشیین او علي وزیر سره سلوک کیږي نو ایا داسې به د عمران نیازي ، فواد چودهري او عمران سره هم کیږي او کنه؟

پنجاب پوليسو، مرکزي او صوبايی حکومتونو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د عاضمه جهانګیر په یاد کي کانفرنس ته په زور د ورک کړل شوي کسانو په موضوع د منظور پشتین څخه علاوه د پاکستان د قانون مستعفي شوي وزیر وزیر اعظم نزیر تارړ، د دې هېواد دبهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، خبریال حامد میر، د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر جان مېنګل، د ملي جمهوري غورځنګ يو مخکښ افراسیاب خټک او د بشري حقونو ځینو نورو فعالانو هم د لادرکه کسانو په اړه په ادارو نیوکي کړی وې.

XS
SM
MD
LG