د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت خلکو ته په ارزانه بیه د اوړو ورکولو برخه زیاته کړه


په پېښور کې د اوړو په يو میل کې کارکوونکی سړی د اوړو په تللو بوخت دی - انځور له ارشيفه
په پېښور کې د اوړو په يو میل کې کارکوونکی سړی د اوړو په تللو بوخت دی - انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا حکومت خلکو ته په ارزانه بیه د اوړو ورکولو کوټه يا برخه ۳۰ فیصده زیاته کړې ده.

د جنورۍ پر ۱۰مه په پېښور کې د صوبې د خوراک وزیر، عاطف خان تر خبرې غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې دا ګام يې په صوبه کې د اوړو د زیاتېدونکيو بيو د مخنیوي لپاره اخیستی دی. هغه زیاته کړه چې د پنجاب حکومت هم خيبر پښتونخوا ته د اوړو ورکولو کلنۍ برخه له ۵۰۰۰ میټریک ټنه څخه ۶۵۰۰ میټریک ټنه ته زیاته کړې ده چې ورسره به په صوبه کې د اوړو قیمتونه کنټرول شي.

عاطف خان وویل چې افغانستان ته د اوړو د قاچاقولو د مخنیوي لپاره یې هم ګامونه پورته کړي دي. "د پولي سره نيږدې دضلعو ډپټي کمشنرانو ته هدایات ورکړل شوي دي چې ترڅو په خېیر پښتونخوا کي د وړو ضرورت نه وي پوره شوی او دا مسله نه وي حل شوي نو ترهغې دې افغانستان ته د اوړو د وړلو اجازت نه ورکوي."

له تېرو څو ورڅو راهيسې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې د اوړو د زیاتو شویو بیو پرضد مظاهرې شوې دي. دا مهال په بازار کې د ۲۰ کلو اوړو قیمت ۳۰۰۰ روپیو ته رسېدلی خو سرکاري اوړه په ۱۳۰۰ روپۍ خرڅېږي. صوبه ولس ته په ارزانه بیه د اوړو د ورکولو پر پروګرام هرکال ۳۵ اربه روپۍ لګوي.

د جنورۍ له پينځمې څخه په بېلابېلو ښارونو کې شويو احتجاجونو برخه والو ویلي چې د اوړو بیې دومره پورته شوې دي چې اوس یې عام خلک د اخیستو وس نه لري. دوی پر حکومت غږ کړی چې د ولس دا بنیادي ستونزه دې زر تر زره هواره کړي او په ارزان قېمت د اوړو ورکړه دې باوري کړي.

په سوات کې خلکو د جنورۍ پر نهمه په نشاط څلورلارې کې مظاهره وکړه او چوک یې تر څو ساعتونو پورې تړلی وو. دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د اوړو د قيمتونو د زیاتېدو مخه ونيسي.

د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر فضل شکور خان د جنورۍ د نهمې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې د غنمو او اوړو کمی نه دی بلکې د حکومت له خوا د ارزانه اوړو ورکولو برخه کمه ده. هغه وايي: "موږ نن له اعلا وزیر سره ملاقات وو. هغه ته مې وویل چې زموږ کوټه لږه کمه ده. هغه ځواب چې په دې اړه غونډه راغواړو او د ابادۍ په بنیاد د کوټې بندوبست کوو، نو هیله ده چې په دې اړه په ورځ دوو کې غونډه وشي او کوټه لږه زیاته شي."

د خیبر پښتونخوا د اوړو ملونو مالکان وايي په صوبه کې د اوړو نرخونه ځکه زیات شوي چې نه حکومت پوره غنم ورکوي او نه له پنجابه له ضرورت سره سم غنم ورځي. د اوړو مالکانو د جنورۍ پر دویمه په پېښور کې د دې مسلې په اړه په کړې غونډه کې غوښتنه کړې چې صوبايي حکومت دې له پنجابه د ضرورت مطابق غنم ور وړي او هم دې د اوړو ملونو ته ورکړي.

د اوړو ميلونو د اتحادیې مشر حاجي اقبال مشال راډيو ته وویل، خیبر پښتونخوا چې په یوه ورځ اوړو ته څومره ضرورت لري، حکومت هغه دوی ته نه ورکوي. هغه وویل: " د صوبې د ورځې خوراک ۱۵۰ زره بورۍ دی او حکومت موږ ته ۵۰۰۰ بورۍ راکوي او دا نرخونه له هم دې کبله زیات شوي دي."

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د غنمو او اوړو بحران رامنځ ته شوی چې له کبله یې په وار وار عام ولس او له دې کاروبار سره تړلو احتجاجونه هم کړي دي. په دې لړ کې د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې د پېښور نانبایانو د ګرانۍ پرضد کاربندیز کړی وو او د ښار ټول تنورونه یې تړلي وو.

بل پلو، د بلوچستان د اعلا وزیر یو سلاکار بابر یوسفزي د جنورۍ پر نهمه په کوټه کې احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل چې د پنجاب حکومت دوه لاکه بوجۍ غنم ورکړي چې د ده په وینا ډېر زر به ور ورسېږي.

XS
SM
MD
LG