د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناالله: د ایین له مخې پرويز الهی وزیراعلی نه دی پاتې، پنجاب کې ګورنر راج لګېدلی شي


رانا ثناالله (په منځ کې) د يوې خبري غونډې په مهال - انځور له ارشيفه
رانا ثناالله (په منځ کې) د يوې خبري غونډې په مهال - انځور له ارشيفه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چودري پروېز الهي په قانوني ډول د پنجاب وزیراعلی نه دی پاتې شوی ځکه چې نوموړي د ګورنر تر امر وروسته له اسمبلۍ د اعتماد رايه نه ده اخیستې.

رانا ثناالله د دیسمبر پر ۲۲مه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې چودري پروېز الهي ته ګورنر ويلي وو چې د دیسمبر تر ۲۱مې پورې له اسمبلۍ رايه واخلي ځکه چې د نوموړي په خلاف د اسمبليو غړيو د عدم اعتماد اظهار کړی وو. نوموړي وویل: "ګورنر راج لګېدلی شي، دا به د دوو میاشتو لپاره وي او دا به هله لګېږي چې ګورنر یې اعلان وکړي، دا د ایين تقاضا ده."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تحریک انصاف ګوند نن (د دیسمبر پر ۲۲مه) په لاهور ښار کې د ګورنر د دفتر مخې ته د احتجاج اعلان کړی دی. د یاد ګوند مشران وايي دا احتجاج د دې لپاره کوي چې مرکزي حکومت په پنجاب اسمبلۍ کې د هغوی اکثريت ختمول غواړي. د تحريک انصاف حماد اظهر د دیسمبر پر ۲۱مه په لاهور کې رسنیو ته وويل چې عمران خان به پرينږدي چې په اسمبلۍ کې يې اکثريت په اقليت بدل شي.

په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزېشن غړو د دیسمبر پر ۱۹مه، د وزیراعلی په خلاف عدم اعتماد تحريک جمع کړ. دا تحریک د وزیر اعلی ترڅنګ د سپیکر او مرستیال سپیکر پر ضد هم وو چې پکې د بې باورۍ د رایو د اخیستو غوښتنه شوې وه. د پنجاب اسمبلۍ ټولې چوکۍ ۳۷۱ دي او د اعلا وزیر د جوړېدو لپاره ۱۸۶ رایې پکار وي. که څه هم دغلته د اپوزيشن اتحاديانو مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ غړيو شمېر د حکمران اتحاديانو (مسلم ليګ (ق) او تحريک انصاف) ډيره نه ده خو رانا ثناالله ادعا کړې چې دوی کولی شي د عدم اعتماد تحريک کاميابولو لپاره کافي رایې پيدا کړي.

عمران خان تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۷مه اعلان کړی وو چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ به د ډېسېمبر پر ۲۳مه ماتوي. تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې د اېتلافي حکومت لوی ګوند دی. خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

عمران خان په لومړي ځل په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو د ماتولو ګواښ د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د حکومت پرضد د لاریون ختمولو پر مهال کړی وو.

د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د دیسمبر پر ۲۱مه د سپیکر سبطین خان هغه امر "غیر اییني" او "غیر قانوني" ګرځولی وو چې د اعلی وزیر پرویز الهی د اعتماد رایو اخیستو په هکله وو. د دیسمبر پر ۱۹مه د پنجاب ګورنر اعلی وزیر ته هدایات ورکړي وو چې د اعتماد رایو اخیستو لپاره دې د ماښام څلورو بجو نه مخکې د صوبايي اسمبلۍ اجلاس وشي. خو د ډېسېمبر پر ۲۱مه د پنجاب اسمبلۍ سپیکر سبطین خان د ګورنر امر په غیر اییني او غیر قانوني بللو سره رد کړی وو او د جمعې تر ورځې (د ډېسېمبر تر ۲۳مې) یې ځنډولی وو.

سپیکر ویلي وو چې د ګورنر امر د ایین د ارټيکل (۳) ۵۴ او د ارټیکل ۱۲۷ ضد دی، ځکه چې اجلاس لا جاري دی او تر هغې نوې غونډه نه شي رابلل کېدای، تر څو چې اوسنۍ هغه ختمه شوې نه وي. نوموړي دا هم ویلي وو چې د اعلی وزیر د اعتماد رایو اخیستو لپاره لږ تر لږه ۱۰ ورځې پکار دي.

خو د پنجاب ګورنر د دیسمبر پر ۲۱مه پر ټویټر پاڼه په یو بیان کې وویل چې سپیکر د ډېسېمبر ۱۹مې په فیصله کې ویلي وو چې که نن تر څلورو بجو غونډه و ځنډول شوه نو بیا به د باور رایو اخیستو لپاره د ماښام څلور بجې د نوې غونډې د رابللو ضرورت وي. ګورنر ویلي چې که د اسمبلۍ غونډه جاري وي نو له ایین سره سم د ارټیکل ۱۳۰ اوومه ماده نافذیدل نه شي درېدای نو ځکه د سپیکر د ایین تشریخ ناسمه ده. بلیغ الرحمان دا هم ویلي چې د لاهور های کورټ په پریکړه د سپیکر تکیه کول هم ناسم دي ځکه چې په هغه پریکړه کې حقایق او حالات په واضحه توګه جلا دي. ګورنر ویلي چې د سپیکر امر د صوبايي اسمبلۍ د قواعدو ضوابط خلاف ورزي کوي.

شنونکي وايي، داسې نه ښکاري چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند به د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا او د پنجاب اسمبلیو په ماتولو وتوانېږي. فدا عدیل د دیسمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی او د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړي نه غواړي چې دا ګام پورته کړي خو د ګوند مشر عمران خان د احکاماتو په وړاندې ظاهراً وايي چې د اسمبلیو تحلیولو ته چمتو دي.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي، تحریک انصاف دې اقدام ته نه پرېږدي او د اعلاوزیرانو پرضد یې د عدم اعتماد تحریکونه وړاندې کوي. له دې پرته حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG