د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب اسمبلي د ګورنر له اقدام پرته ړنګه شوې ده


مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د اسمبلۍ ماتولو مخنیوي لپاره پر الهي د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی وو - پخوانی انځور.
مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د اسمبلۍ ماتولو مخنیوي لپاره پر الهي د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی وو - پخوانی انځور.

د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د پنجاب اسمبلي د وزیراعلا پر سپارښتنلیک د ګورنر له لاسلیک پرته ړنګه شوې ده.

ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ پر ۱۴مه ناوخته په بیان کې ویلي دي چې د صوبايي اسمبلي د پاکستان د ایین د ۱۱۲مې مادې له مخې ماته شوې ده. په هغه ماده کې راغلي دي چې که ګورنر د اسمبلۍ ماتولو په اړه د وزیراعلا د سپارښتنلیک تر وررسېدو وروسته په ۴۸ ساعتونو کې اقدام و نه کړي، نو اسمبلي خپله ړنګېږي.

د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال ګورنر ته د اعلاوزیر پروېز الهي د لیک استولو ۴۸ ساعته پوره شوه.

ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپل رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې پرېکړه یې کړې چې د اسمبلۍ د تحلیلولو په بهیر کې برخه نه اخلي.

تر دې وروسته د نوموړي دفتر په بل بیان کې زیاته کړې چې اوس په کار دی چې نګران یا لنډمهالی اعلاوزیر په درو ورځو کې وټاکل شي.

کله چې اسمبلي ړنګه شي نو بیا د پخواني حکومت او مخالفه ګوندونو مشران د لنډمهالي اعلاوزیر او کابینې پر ټاکلو بحث او موافقه کوي. لنډمهالی حکومت بیا په درو میاشتو کې انتخابات کوي.

ټاکل شوې چې پخوانی اعلاوزیر پروېز الهي او د مخالفه ډلو مشر حمزه شهباز د نګرانې ادارې پر جوړولو خبرې وکړي.

د پنجاب اسمبلي په داسې حال کې ړنګه شوې چې الهي د جنورۍ پر ۱۲مه ګورنر ته په دې اړه سپارښتنلیک استولی وو.

الهي دا اقدام د جنورۍ پر ۱۲مه نیمه شپه له صوبايي اسمبلۍ څخه د باور رایې تر اخیستو وروسته وکړ خو خو مخالفه ډلو د اسمبلۍ له کاروایۍ پرېکون وکړ او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي ول چې د پنجاب اسمبلۍ سپیکر د اقدام پرضد عدالت ته ځي.

ده ویلي ول چې په داسې حال کې چې په دې اړه یوه مقدمه په عدالت کې روانه ده او د صوبې ګورنر د عدم اعتماد پر تحریک د رایې اچونې امر ځنډولی دی نو بیا څنګه په اسمبلۍ کې پر دې موضوع غونډه وشوه؟

مخالفه ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په ډېسېمبر کې د اسمبلۍ د تحلیلولو د مخنیوي لپاره پر الهي د بې باورۍ تحریکونه وړاندې کړي ول.

پروېز الهي د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د پنجاب اعلا وزیر شو - پخوانی انځور.
پروېز الهي د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د پنجاب اعلا وزیر شو - پخوانی انځور.

هغه مهال د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د اعتماد رایو نه اخیستو له وجې له دندې څخه د الهي د ګوښه کولو امر کړی وو خو لاهور های کورټ هغه پر خپله څوکۍ بحال کړ.

د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ ۱۲مې پر ماخوستن پر خپل رسمي ټوېټر د لیک وررسېدل تایید کړل.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان هم ویلي چې کله یې د ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان امر وکړي پر هغه وخت به اسمبلۍ ماته کړي.

عمران خان د جنورۍ پر ۱۴مه د پاکستان شخصي "هم نیوز" ټېلېوېژن ته ویلي چې د پنجاب اسمبلۍ د تحلیلېدو عمل تر مکملېدو وروسته په یوه اوونۍ کې دننه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم ړنګه شي.

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې د مسلم لیګ (ق) په مشرۍ د اېتلافي حکومت لوی برخوال وو.

عمران خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG