د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ضمني ټاکنو کې تحریک انصاف زیاتره چوکۍ ګټلې دي


د تحريک انصاف مشران په يوه جلسه کې (پخوانی تصویر)
د تحريک انصاف مشران په يوه جلسه کې (پخوانی تصویر)

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ پر اتو او د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر درو څوکیو تر انتخاباتو وروسته غیرحتمي او نارسمي نتیجې ښيي چې تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

په پاکستان کې په ۱۱ حلقو کې انتخابات د اکتوبر پر ۱۶مه وشول چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، خلکو د خیبر پښتونخوا په مردان، چارسده، پېښور، د پنجاب د فیصل اباد، ننکانه صاحب او ملتان او د سیند د کراچۍ په دوو حلقو کې د قامي اسمبلۍ او د پنجاب په درې ضلعو شیخوپوره، خانېوال او بهاولنګر کې د صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره رایې کارولې.

د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو له مخې، د تحریک انصاف مشر عمران خان د قومي اسمبلۍ له اوو څخه شپږ چوکۍ ګټلې دي. نوموړي ۳ په خیبر پښتونخوا، ۲ په پنجاب او یوه په سیند صوبه کې ګټلې ده. البته نوموړي په کراچۍ کې له پاکستان پیپلز ګوند له سیاستوالو بایللې ده.

په کراچۍ کې د پيپلز پارټۍ عبدالکريم بلوچ عمران خان ته ماتې ورکړه او په ملتان کې د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني زوی موسی ګيلاني د تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي لور، مهر بانو قریشي ته شکست ورکړی.

بل پلو د پنجاب اسمبلۍ له دریوو چوکیو څخه ۲ تحریک انصاف او یوه مسلم لیګ (ن) ګټلې ده. د تحریک انصاف جنرل سیکرټري اسد عمر د بریا تر لاسه کولو وروسته په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل چې ولس پرېکړه وکړه چې له چا سره دی.

هغه زیاته کړه: "د پاکستان ولس د خپل غږ له لارې پرېکړه کوونکو ته خبره رسولې ده، په ملک کې چې څنګه حالات جوړ کړل شو، کوم سازش وشو او له بهره راوړل شوی حکومت وتپل شو، د پاکستان ولس په هیڅ صورت د دې منلو ته تیار نه دی."

د تحریک انصاف پرضد په انتخاباتو کې ولاړ پاکستان جمهوري تحریک لا تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی وړاندې کړی. خو د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان خان په یو بیان کې تور پورې کړی چې په دې ټاکنو کې هم د تېر په څېر درغلۍ شوې دي. ايمل ولي‌خان په چارسده کې انتخاباتو ته ولاړ وو چې د غيرحتمي نتيجو تر مخه یې د عمران خان په وړاندې ټاکنې بایللې دي. عمران خان په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند حاجي غلام احمد بلور ته هم ماتې ورکړې ده.

د اکتوبر ۱۶مې ضمني انتخابات

د قامي اسمبلۍ د ملتان له څوکۍ پرته ټولې په اپرېل کې له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د لیرې کېدو پر مهال د ۱۲۳ غړو د استعفا له کبله خالي شوې وې. د ملتان څوکۍ د تحریک انصاف زین حسین قریشي په جولای کې پرېښې وه او د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې پر نهو حلقو ضمني انتخابات د سېپټېمبر پر ۲۵مه وشي خو کمېشن د سېپټېمبر پر اتمه تر غونډې وروسته په بیان کې وویل چې د بارانونو او لویو سېلابونو له وجې لارې او سړکونه او انفراسټرکچر ته خورا زیات تاوان رسېدلی او پولیس، پوځ، د رېنجرز ځواک، کانسټیبلري ځواک او انتظامي چارواکي د بحالۍ، مرستو او ناروغیو مخنیوي په چارو کې مصروف دي نو ځکه په سېپټېمبر کې پر ټاکلې نېټه انتخابات نه شي کولای.

په کراچۍ کې یو کس د ووټ اچولو پر مهال - د اکتوبر ۱۶مې انځور.
په کراچۍ کې یو کس د ووټ اچولو پر مهال - د اکتوبر ۱۶مې انځور.

د جولای پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منظور کړې وې. له هغو څخه یې دوه پر ځانګړو څوکیو قامي اسمبلۍ ته منتخب شوي ول، نو ځکه هغه مهال کمېشن یوازې پر نهو څوکیو د انتخاباتو اعلان کړی وو.

خو په دې برخه کې یوه بله لانجه هغه مهال پیدا شوه چې د پاکستان تحریک انصاف یو سیاستوال او د کراچۍ له لیارۍ څخه قامي اسمبلۍ غړي شکور شاد په سېپټېمبر کې اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ چې پکې یې ویلي چې ده د پارلېمان له څوکۍ استعفا نه وه ورکړې او دا چې د ګوند مرکزي دفتر د قامي اسمبلۍ د ۱۲۳ غړو استعفالیکونه تیار کړي ول. همدا لامل دی چې انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۱۲مه په بیان کې وویل چې د نوموړي د قضیې په اړه تر پرېکړې پورې د کراچۍ په درېیمه حلقه کې انتخابات نه کوي.

له دې پرته د پاکستان انتخاباتي کمېشن تېره اوونۍ د کورمې په دوو کلیو کې د ځمکې لانجې پر سر د نښتو له کبله هلته د قامي اسمبلۍ پر خالي څوکۍ انتخابات وځنډول.

د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند په بېلابېلو برخو کې انتخابات پر داسې مهال کېږي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د وسله والو بریدونو خبرداری ورکړی وو. د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند حکومتونه وايي، په انتخاباتي حلقو کې یې امنیتي اقدامات کړي ول او ګڼ امنیتي سرتېري د رایې اچونې مرکزونو بهر ولاړ ول.

XS
SM
MD
LG