د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړيو پر حکومت د امنيت ټينګولو غږ وکړ


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني ــ انځور له ارشيفه
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني ــ انځور له ارشيفه

په خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف او مخالفه ګوندونو غړيو په صوبه کې د امنیت پر خرابېدو اندېښنې څرګندې کړې دي.

د ډېسېمبر پر پينځمه د اسمبلۍ د غونډې په بحث کې د پيپلز ګوند غړې نګهت یاسمین اورکزۍ وويل چې د ولس د استازو په توګه د اسمبلۍ پر غړيو دا لازمي ده چې حکومت ته ووايي چې د روانې ناامنۍ مخه ونیسي.

د هغې د خبرو په تاييد د يو بل حکومت مخالف ګوند، عوامي نېشنل پارټۍ غړيو هم ورته خبرې وکړې. د دې ګوند پارلېماني مشر، سردار حسین بابک نوموړي ته د وسلوالو د مبیینه ګواښونو يادونه وکړه او ويې ويل چې د پښتنو په سیمو کې ورځ تر بلې ناامني زیاتېږي خو صوبايي حکومت یې د مخنيوي لپاره څه پلان نه لري.

پولیس د بریدګرو پر ځای د امن لپاره احتجاج کوونکي خلک نيسي.
پښتون یار

هغه زیاته کړه: "حکومت د ترهګرۍ ضد څه پالیسي لري؟ موږ ګورو چې حکومت خاموشه دی. د ترهګرۍ پر مسله د صوبايي حکومت دا خاموشي د صوبې د څلور کروړه ولس پر زخمونو مالګه دوړوي. زه دا خبره یوازې د دې لپاره نه کوم چې ما ته ګواښونه شوي يا عوامي نېشنل ګوند ته شوي دي. زما د پاکستان تحریک انصاف پر ورور هم برید کېږي او هغوی ته هم د ګواښونو ټېلېفونونه راځي."

دا بحث پر داسې وخت شوی چې په دې وروستيو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي. په ګڼو سیمو کې خلکو پر حکومت د مظاهرو، جرګو او پرلتونو له لارې پر حکومت غږ کړی چې د وسلوالو مخنيوی دې وکړي.

د اسمبلۍ د غونډې پر مهال د تحریک انصاف ګوند غړي فضل حکیم ومنله چې خلک له ناامنۍ تنګ دي. هغه زیاته کړه چې د ګوند سیاست او منشور پر خپل ځای خو په صوبه کې د امنیت لپاره ټول پښتانه متحد دي. "زموږ ماشومان چې لوی شول نو خلک ورته کیسې کوي چې پلار، ورور او یا نیکه دې په چاودنه کې وژل شوي دي. موږ هغه مهال ځکه ووهل شو چې یو تن به را ایسار کړو، موږ به ګېر چاپېره ورته ناست وو، موږ به ورته خندل. خو اوس هغه وخت نه دی. خلک د امن لپاره يو ځای دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر پينځمه د خيبر پښتونخوا بنو پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه ځايي‌مشران، حاجي عبدالصمد او ګران وزير پر دې تور ونيول چې هغوی د امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کړی دی. دغو فعالانو د پي ټي اېم په هغو جلسو کې ګډون کړی وو چې د امن لپاره یې کړې وې. دا مسله د خيبر پښتونخوا په اسمبلې کې هم یاده شوه.

له بنو څخه د واکمن تحريک انصاف ګوند یو غړي، پښتون يار پر خپل حکومت نيوکې وکړي او ويې ويل: "په شمالي وزیرستان او بنو کې د هدفي بریدونو ضد خلک احتجاجونه کوي خو حکومت د بریدګرو پرځای احتجاج کوونکي ګرفتاروي. دا لړۍ بايد ودرېږي. له ډک بازاره خلک وتښتول شي او بیا قتل شي. دا څنګه انصاف دی؟ زه د حکومتي غړي په حیث دې اسمبلۍ ته ویل غواړم چې ځیني کسان مقامي انتظامیې په دې وجه نیولي دي چې تاسو احتجاجي پرلت ولې وهلی دی."

په تېرو لسو مياشتو کې مو ۵۴۰ مشکوک ترهګر نيولي او ۱۴۱ مو وژلي. ۸۸ پولیسان هم وژل شوي دي.
بابر سليم سواتی

د پاکستان حکومت له ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره د روان کال د مې مياشتې په اخره کې اوربند کړی وو. د دې مذاکراتو لپاره د يوې حکومتي جرګې مشري د خيبر پښتونخوا د وزير اعلا سلاکار، بېریسټر محمد علي سېف کړې وه. هغه ويلي چې د دې مذاکراتو موخه د امن ټينګ ساتل دي. خو تېره اونۍ تحريک طالبان پاکستان ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره کړي نو ځکه بریدونه بیا پيلوي.

د خیبر پښتونخوا صوبې د کورنیو چارو وزیر بابر سلیم سواتي د ډېسېمبر پر پينځمه په اسمبلۍ کې د نيوکو په ځواب کې وویل چې پولیس لاس پر لاس نه دي ناست او د وسلوالو پر ضد یې کار کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې یې ۵۴۰ ترهګر نیولي او د امنیت ټينګ ساتلو لپاره د کړو کاروايانو پر وخت یې ۸۸ پولیسان وژل شوي دي. "پولیسو ۱۴۱ ترهګر او اشتهاري ملزمان وژلي دي. په دوی کې ۴۵ داسې ترهګر وو چې د سرونو قیمت یې مقرر شوی او پولیسو ته مطلوب وو. ۸۸ پولیس سرتیرو او افسرانو د خپل ژوند قرباني ورکړې او ۱۰۹ پولیس زخمیان شوي دي. ددې وینا مقصد دا دی چې زموږ ډیپارټمېنټ (اداره) پوره ویښ دی او د ولس د ساتنې لپاره شپه و ورځ کار کوي."

له دې پرته، د خيبر پښتونخوا د کارګرانو او کلتوري چارو وزير شوکت علي يوسفزي د ډېسمبر پر شپږمه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې صوبايي حکومت د خپلو پوليسو په ملتيا او همکارۍ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه جاري ساتلې ده.

نوموړي البته وفاقي حکومت تورن کړ چې له افغانستان سره پر پوله يې د وسلوالو تګ او راتګ نه دی کنټرول کړی. "که موږ ووايو چې دلته امن په بشپړه توګه پر ځای دی، نو دا خبره به ناسمه وي. البته که موږ له افغانستان سره د پولې د کنټرولولو دعوه کوو، نو وسلوال بيا له کومې راځي؟ د هېوادونو ترمینځ د پولو د سمبالښت چارې له مرکزي حکومت سره وي. له بده مرغه هغوی دې مسلې ته پام نه کوي. پوليس يوازې غل او ډاکو نيولی شي. د ترهګرو نيول د پوليسو کار نه دی، هغوی اصلاً د دې لپاره تربيه شوي نه وي. له دې باوجود صوبايي حکومت ګڼ ترهګر نيولي دي."

وفاقي حکومت د یوسفزي د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیتي او استخباراتي ځواکونه نه یوازې پر پولو د وسلوالو د تګ راتګ مخه نیسي بلکې پرضد یې عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته دا هم ويلي ول چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې او دا چې د هېواد امنيتي ځواکونه به "د ترهګرو ډلو د ماتولو" عمل په "پوره قوت" مخ ته وړي.

XS
SM
MD
LG