د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا غواړي مرکزي حکومت له ملاکنډ او قبایلو تر ۲۰۳۳ پورې ټيکس وانخلي


د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ودانۍ - انځور له ارشيفه
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ودانۍ - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د یو قرارداد له لارې له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې په ملاکنډ ډویژن او په ضم شویو قبایلي ضلعو کې دې تر ۲۰۳۳ کاله پورې په خلکو ټیکسونه نه لګوي.

دا قرارداد د ډېسېمبر پر ۱۲مه د اپوزیشن غړي عنایت الله وړاندې کړو چې حکومتي غړيو یې هم هرکلی او ملاتړ وکړ. نوموړي د اسمبلۍ له غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، ملاکنډ ډویژن او قبایلي ضلعې ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي او هلته د ولس اقتصاد ډېر خراب دی نو ځکه بايد ترې وفاقي حکومت ټيکسونه وانخلي.

په وړاندې شوي قرارداد کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو له مرکزي حکومته غوښتي چې د ملاکنډ ډویژن او قبایلي ضلعو خلک د دې جوګه شوي نه وي چې ټیکسونه ورکړي نو تر هغې دې ترې ټیکسونه نه غوښتل کېږي.

عنايت الله وویل: "د حکومت لخوا مخکې دا ژمنه شوې وه چې ملاکنډ ډویژن به له ټیکسونو معاف وي. همدا رنګه کله چې قبایلي سیمې په پښتونخوا صوبه کې ضم کېدلې نو هم ویل شوي وو چې د یادو سیمو له خلکو به ټیکسونه نه اخیستل کېږي."

ملاکنډ ډويژن چې کله د سوات ریاست د والي په مشرۍ له پاکستان سره يو ځای کېده نو يو شرط یې دا وو چې هلته به ټيکسونه نه لګول کيږي. د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د ملاکنډ ډوېژن دا ځانګړی حيثیت له مينځه يووړ خو وعده یې کړه چې تر پينځو کلونو پورې به له ټيکسونه معاف وي. هغه موده په ۲۰۲۳م کې پای ته رسېږي.

د خیبر پښتونخوا د کارګرانو او کلتوري چارو وزیر شوکت یوسفزي د دیسمبر پر ۱۲مه په اسمبلۍ کې د وړاندې شوي قرارداد په ملاتړ وینا وکړه. نوموړي وروسته مشال راډیو ته وویل چې په ملاکنډ ډوېژن او قبایلي ضلعو کې لا هم اقتصاد ښه نه دی نو ځکه دې وفاق پر خپله پرېکړه بیا له سره غور وکړي.

نوموړي وړاندې وویل: "په یادو سیمو کې د خلکو روزګارونه متاثره شوي دي او دا سیمې سیلابونو هم زیاتې ځپلې دي نو ځکه مونږ له مرکزه غواړو چې هلته دې د ټیکسونو نفاذ وځنډوي."

په ۲۰۱۸م کال کې حکومت د ۲۵م اییني ترمیمي بدلون لاندې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړې. حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې په قبایلي ضلعو کې به تر لسو کلونو پورې خلک له ټیکسونو ورکولو څخه معاف وي.

XS
SM
MD
LG