عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د جنوبي وزيرستان مرستیال کمشنر حمید الله خټک وايي په ټانک کې یې د يو مسید په نامه د احتجاجي ناستې له مشرانو سره خبرې اترې کړې دي
د دې پرلتوالو يوه مشر عبدالواحد مسيد مشال راډيو ته وويل چې د دوی کورونه لس کاله مخکې په پاکستانیو پوځي عملياتو کې وران شوي ول خو تر دې دمه ورته حکومت معاوضه نه ده ورکړې.
د پرلت ګډونوال وايي،هلته د پوځي عملیاتو ۱۱ کاله وشول خو حکومت لا هم د زرګونو ړنګ کورونو تاوان نه دی ورکړی.
د فبرورۍ پر دویمه، په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلویانو د خپل یوه مخکښ مشر محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې لومړی تلین لمانځلی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر ۱۲مه، د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د منځني ختیځ د شخړې برخه دې نه جوړېږي. د غورځنګ مشرانو د بنو جلسې ته په وینا کې وویل، حکومت دې په هېواد کې دننه د خلکو بشري حقونه خوندي کړي او د ژوند اسانتیاوې دې ورکړي. جلسې ته د ورکو کسانو د کورنیو غړي هم ورغلي ول. د پاکستان حکومت و
جلسه د بنو په منډان پارک کې وشوه چې لږ تر لږه ۲۰ زرو کسانو پکې ګډون وکړ چې په منځ کې یې د هغو کورنیو غړي هم وو چې خپلوان یې ورک دي.
د ډېسېمبر پر ۲۵ مه په میرامشا کې د کریسمس لمانځلو غونډې ته په خپله وینا کې محسن داوړ وویل د عیسویانو لپاره د کلیسا جوړولو په لړ کې یې له واکمنانو سره خبرې کړي دي.
د میرامشا ړنګ بازار مالکان وايي حکومت ورسره د یوې مرلې پر سر ۴۵ لکه روپۍ ژمنه کړې وه خو اوس یواځې ۱۵ لکه روپۍ ورکوي چې هېڅکله به یې و نه مني.
د خيبر پښتونخوا د ټانک پولیس او امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ هلته د وسله والو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې دملیشه ځواک دوه سرتیري وژل شوي دي.
د بنو کالج پښتو څانګه کې د دسېمبر پر پنځمه یوه غونډه وشوه چې په کې چارواکو، خبریالانو، مدني فعالانو او زده کوونکیو د قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګېدو وروسته د ځوانانو پر ستوزه خبرې وکړې. په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوالو او انتظامي چارواکیو ترمنځ پر څلورو نکتو خبرې په کامیابۍ سره پای ته رسېدلي دي.
هغوی د نومبر پر ۳۰مه په میرلي بازار کې لاریون، احتجاج او جرګه وکړه او حکومت ته یې ۱۰ ورځې مهلت ورکړ چې د هغوی غوښتنې دې ومني کنه نو هغوی به پراخ احتجاجونه وکړي.
انتظامیه وايي، ممکنه جوړېدونکې لویه جرګه به په راروانو درو ورځو کې د حالاتو څارنه کوي، د همزوني قام اندېښنې به لرې کوي او د هغوی غوښتنې به پوره کېږي.
غازي سیال تر پنځلسو پورې کتابونه چاپ شوي دي او یوشمېر یې ناچاپه هم دي. په چاپ شویو کتابونو کښې یې د یاد وړ دا دي
انتظامي چارواکیو او ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د رزمک د دوڅلي په منځرخېلو کې د امنیتي ځواکونو پر یوه ګاډي د سړکغاړې ماین چاودنې دوه عسکر وژلي دي او او یو ژوبل شوی دی.
یو سوداګر نیک عمل خان وايي، پر غلام خان بندر د کسټم اخېستو چارې دې ځايي چارواکیو ته وسپاري چې کاروبار یې بحال شي.
د پېښور هاي کورټ د شمالي وزیرستان د خړکمر په پېښه کې د قومي اسمبلۍ غړیو علي وزیر او محسن داوړ ته پاخه ضمانتونه ورکړل.
په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال د پاکستاني پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې د تړل شوي میرامشا کالج بیا پرانیستنه په پنجشنبه له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر او هلته د دېره پوځونو یوه لوړپوړي چارواکي میجر جنرل شاکرالله خان خټک وکړه.
د بنو ډومیل سیمې ۱۹کلن ځوان تخنیک کار وحید الله چې زده کړې یې تر دولسم ټولګي کړې خو د تخنیکي کارونو پوهه یې تر مسلکي تعلیمه لوړه ده. نور د عمر وزیر په ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکو او مشرانو له حکومته غوښتي چې له افغانستان او بنو څخه دې د دته خېلو کډوال خپلو کلیو ته ستانه کړي. دوی د اکتوبر پر ۱۴مه
نور وښیئ