د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: راکټي او هدفي بریدونو دوه عسکر او یو ولسي وګړی وژلي


د پولیسو او ځايي خلکو په وینا شمالي وزیرستان کی په هدفي برید کی یو بل ولسي تن وژل شوی دې.

د پولیس چارواکو ترمخه تېره شپه میرامشاه تپې سیمه کی نامالومو وسله والو ډاکټر نومې یو ځایي تن په ډزو وژلی دی. له پېښې وروسته وسله وال تښتېدلي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شمالي وزیرستان په تپې سیمه کې دا دوهم هدفي برید وو.

له دې وړاندې تېره اوونۍ هم ناڅرګنده وسله والو د شمالي وزيرستان په دته خېل او سپينوام کې يو يو ولسي وګړی وژلی و.

د سرکاري سرچينو په وينا په تېر ۲۰۱۹م کال کې په شمالي وزيرستان کې ۵۱ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي ول. بلخوا روان ۲۰۲۰م کال هلته اووه هدفي بريدونه شوي دي.

بلخوا په سیمه کې امنیتي او ضلعي انتظامي چارواکي وايي چی نن ماسپښین د میرلي په ایدک سیمه کې راکټي برید دوه تنه عسکر وژلي دي.

ځايي خلکو هم د برید پخلی وکړ او وايي چې راکټ په ایدک کلي کې له نظامي مدرسې سره نزدې لګېدلی دی.

په دی وروستیو کې پر پوځ وسله وال بریدونه زیات شوي او د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې هم زیاتې شوې دي چی په کی دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG