عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د خوست د ګلان کیمپ وزیرستاني کډوال وايي، د پاکستان حکومت ورسره ژمنه کړې چې دوی به واپس کوي خو تر اوسه یې د دوی غم نه دی خوړلی.
انتظامي او امنیتي چارواکو د اکتوبر ۱۰مې شپې مهال د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسله والو د ګزمې پر مهال پر سرتېرو برید وکړ او پوځ چې
د میرامشاه کالج د پښتو ژبې پخوانی استاد پروفیسر تاج محمد مسودو وايي، په لوی لاس د پښتنو مورنۍ ژبه پښتو، ودې او پرمختګ ته نه پرېښودل کېږي.
د چارواکو په وينا دا پېښه نن سهار هغه مهال وشوه کله چې د ماړي پيټروليم کمپنۍ کارکوونکو په دغه سيمه کې د تېل او گیس سروې کوله چې نامعلومه کسانو ډزې پرې وکړې.
علي وزیر ته د جنوبي وزیرستان په واڼه او محسن داوړ ته د شمالي وزیرستان په مرامشا کې په زرګونه کسانو هرکلی ووایه.
د سیمې یوه انتظامي مشر د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پېښې پر شپه امنیتي سرتېري ګشت ته وتلي ول او په پټي کې یې
د کبلخېلو، جانيخېلو او بکه خېلو سره تعلق لرونکي دا هغه کسان دي چې اصلا د شوال اوسېدونکي دي خو اوس د دوی په سیمه کې د عملیاتو له وجې په بنو او نورو سیمو کې
د شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ تجارتي پوله غلام خان بندر د اګست په ۱۹ مه پرانیستل شو. د پولې د پرانیستې په مهال د دواړو خواو ولسونه په ګڼ شمېر سیمې ته ورغلي ول. دوی د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۰مه کالیزه هم په ګډه ونمانځله
په لکي مروت کې ځايي خلکو د مظاهرې او لاریون په ترڅ کې له پولیسو غوښتته وکړه چې د اویس په نوم د یو وژل شوي ماشوم تښتوونکي او وژونکي دې زر ونیسي.
د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې یو شمېر ځايي خلکو د اګست پر ۱۸مه د ځايي مشرانو تر ډاډ وروسته احتجاج پای ته ورساوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او وکیلان وايي، د یاد عدالت خپل قاضي دا ځل موجود وو او د هغه په وړاندې وکیلانو بحثونه وکړل.
پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر ۱۷مې وځنډول شوه.
له افغانستانه شمالي وزیرستان ته ستنو شویو کډوالو د اګست پر پېنځمه په میرامشا کې احتجاجي لاریون کړی. دوی وايي، حکومت دې له افغانستانه د ګاډو وروړلو اجازه ورکړي.
د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې ورښتونو او سېلاوونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي. خلک له حکومته د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر اتمې وځنډول شوه.
دا مظاهره پر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې عدالت د اګست پر درېیمه د داوړ او وزیر د ضمانت د درخواست اورېدنه وکړي.
ټاکل شوې وه چې نن به د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دوه مشران او پارليماني غړي عدالت ته وړاندې شي خو د پوليسو لخوا د ريکارډ نه جمع کولو له کبله نننۍ پېشي وځنډېدله.
په وزیرستانونو کې هدفي بریدونو په ولس کې اندېښنې راټوکولې چې د ضرب عضب عملیاتو پس یې لاهم یې سرونه خوندي دي.
په بنو کې پولیسو د جون پر۲۶مه د نشه يي توکو د استعمال مخنیوي په لړ کې غونډه وکړه چې ورته مشران، پوهان او د سیمې ولسي وګړي وربلل شوي ول. دا غونډه د ناقانونه نشه يي موادو د کارونې او قاچاق نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه. د پولیسو مشر په وینا کې وویل چې په بنو کې ګڼ ځوانان نشه يي مواد کاروي.
حنیف پښتین وايي، قاضي وویل چې د جون پر ۲۷مه دې علي وزیر او د جولای پر درېیمه دې محسن داوړ د خړ کمر پېښې په مقدمه کې عدالت ته حاضر شي.
نور وښیئ