د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دفاع وزیر پروېز خټک د خبرو وړاندیز ته د پي ټي اېم غبرګون


بنو کې د پي ټي اېم جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین وینا کوي. ۲۰۱۸، ۲۹ اکتوبر
بنو کې د پي ټي اېم جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین وینا کوي. ۲۰۱۸، ۲۹ اکتوبر

د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک د پښتون ژغورنې مشرانو ته د خبرو وړاندېز کړی دی. نوموړي د اتوار ورځ په یو بیان کې وویل، د غورځنګ مشران دې هغوی ته خپل تحفظات وړاندې کړي او د خیبر پښتونخوا د ترقۍ لپاره دې ورسره په شریکه خبرې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مخکښو مشرانو او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانونو استازو د دفاعوزیر د دغه وړاندیز په غبرګون کې ویلي، هغوی تل د خبرو او مذاکراتو هرکلی کړی.

محسن داوړ نن مشال راډیو ته وویل، له هغوی سره دې بااختیاره حکومتي کسان با مقصده خبرې وکړي.

د ارمان پر کورنۍ څه تېرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:51 0:00


نوموړی زیاتوي، حکومتي بیان ته هرکلی ویلی دی او پر دې پوهېږي چې بې له خبرو اترو د ستونزو هوارولو بله لار نه ویني خو چې څوک خبرې ورسره کوي هغه یې باید د غوښتنو پوره کولو اختیار هم ولري.

محسن داوړ په خپلو څرګندونو کې وویل، له حکومت سره یې د تېرو مذاکراتو تجربه ښه نه پاتې شوې. دی زیاتوي کله چې د مذاکراتو په نوم له دوی سره ناسته شوې ده نو ملګرو ته یې څه نا څه مشکل جوړ شوی دی. خو نوموړي ټینګار وکړ چې دوی مذاکرات هرومرو کول غواړي او هغوی ته دا چانس نه ورکوي چې ووايي، پي ټي اېم له خبرو منډه کړه.

پوښتنه دا ده چې د دفاع وزیر پروېز خټک له لوري د مذاکراتو په پېشکش کې د پاکستان پوځ مشرتابه یوه خوله ده که نه ځکه چې د پي ټي اېم ډېری غوښتنې له پوځي ادارې سره تړلې دي. محسن داوړ د دې په ځواب کې وايي، په دې کې دوې خبرې دي، لومړی که د پوځ خوښه نه وي پکې نو دا ټول بهیر بې ګټې دی، ځکه چې ټولې ستونزې له هغوی سره تړلې دي. او بل ده ته نه ښکاري چې پروېز خټک دې د هغوی له مشورې او رضا پرته دومره لوی ګام واخلي. د ده په وینا چې اصل اختیار خو بیا هم له پوځ سره دی.

عارف وزیر په جنوبي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په ۲۰۱۹ز کال هم د پاکستان سېنېټ یوې ځانګړې کمېټۍ یوه ناسته وکړه. د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په مشرۍ پلاوي په هغه ناسته کې خپلې غوښتنې وړاندې کړې. د سېنېټ کمېټۍ کنوېنیېر بیرسټر سیف غورځنګ ته د دوی د غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړی وو خو لا یې هم هېڅ نتیجه نه ترسترګو کېږي.

علي وزیر هم د اتوار پر ورځ امریکا غږ ته په مرکه کې ویلي، په مذاکراتو کې دې اخلاص موجود وي او که د ستونزو د هوارۍ او د ټول قام د ګټې لپاره پکې خبرې کېږي نو دا ښه خبره.

د پي ټي اېم غوښتنې

پښتون ژغورنه غورځنګ غوښتنې لري چې په کراچۍ کې دې د وژل شوي یوه پښتون ځوان نقیب الله مسید په وژنه تورن د پولیسو پخوانی مشر راو انوار ونیول شي او پر هغه دې په عدالت کې مقدمه وچلول شي. تری تم کسان دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي که هغوی په جرمونو کې ککړ وي نو تر عدالتي کاروايي لاندې دې یې سزا کړل شي او که بې ګناه وي نو دې پرېښودل شي. د ماورای عدالت وژنو د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي، له قبایلي سیمو دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي، په هغو سیمو کې دې امنیتي پوستې ختمې کړي.

خبریال احسان داوړ وايي که وفاقي حکومت او خاصکار پوځ وغواړي نو د پي ټي اېم غوښتنې پوره کولی شي.

XS
SM
MD
LG