بنو - په شمالي وزیرستان کی پوځي او پولیس چارواکو په دته خېلو او میرلي کې د ۱۰ مشکوکو وسله والو د وژنې دعوه کوي.
چارواکو شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې وسله وال یې د جلا، جلا عملیاتو پر مهال وژلي دي.
د دوی په خبره، د وسله والو په ډزو کې درې سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل دي.
په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او سرتېرو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان او اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په سیمه کې وسله والو بیا سر پورته کړی دی.
د ۲۰۱۹ز کال پر مهال په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې وې چې د سیمې په بېلا بېلو برخو کې یې مظاهرې هم پارولې وې.
خو د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا وايي چې نه یوازې یې سیمه له وسله والو پاکه کړې بلکې د هغوی د فعالیتونو مخنیوي اقدامات هم کوي.
وسله والو د اپرېل ۲۵مې نښتو په اړه لا څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له وجې یې لاکونه خلک د خیبر پښتونخوا بېلا بېلو سیمو ته وکوچېدل.
په دوی کې یې زیاتره په بنو کې پراته ول او ځینې کورنۍ د پاکستان نورو ښارونو ته هم ورغللې.
زرګونه کورنۍ خوست او پکتیا ته هم واوښتې.
انتظامیه وايي، د وزیرستان تر ۹۰ فیصده زیات کډوال یې ستانه کړي خو زرګونه کسان لا هم د بنو په بکاخېلو او د خوست په ګلان کیمپ کې پراته دي.
د فېسبوک تبصرې