د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې هدفي برید کې یو کس وژل شوی


د ۲۰۲۰ کال د جون پر درېیمه د شمالي وزیرستان خلکو د ناامنیو خلاف مظاهره وکړه.
د ۲۰۲۰ کال د جون پر درېیمه د شمالي وزیرستان خلکو د ناامنیو خلاف مظاهره وکړه.

چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې په هدفي برید کې یو کس وژل شوی دی.

په میرامشا کې د پولیسو یو ځايي مشر د جولای پر ۲۶مه، د نوم د نه ښکاره کولو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د جولای ۲۵مې شپې مهال په محمد خېل سیمه کې شوې.

د پولیسو دغه مشر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، وویل، وژلی تن عید ولي نومېږي او وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي دي.

په شمالي وزیرستان کې په وروستیو کې د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

د جولای پر ۲۲مه او ۲۳مه په بېلابېلو هدفي بریدونو کې یوه مېرمن او یو ځايي ملک ووژل شول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

له دې سره، په ۲۰۲۰ز کال کې، په شمالي وزیرستان کې ۲۳ او په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي وو چې پکې لسګونه کسان وژل شوي ول.

په دې حملو کې ځايي مشرانو، سرکاري افسرانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

د سیمې اوسېدونکو وخت په وخت د هدفې وژنو ضد څو ځلې مظاهرې هم کړې دي خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، نه یوازې له خلکو وسلې ټولوي بلکې د حملو د مخنیوي هڅې هم کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG