د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان جرګه: سيمه مو ناکرارۍ ځپلې ده


د شمالي وزيرستان د قبايلي مشرانو جرګه (ارشيف)
د شمالي وزيرستان د قبايلي مشرانو جرګه (ارشيف)

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو وزيرو جرګې له حکومته يو ځل بيا غوښتنه کړې چې هلته دې امن باوري کړي. جرګه نن (د اګست پر ۱۴مه) په رزمک کې وشوه چې د سيمې مشرانو، قبايلي مخورو او ځوانانو ګډون پکې کړی و.

دا د امنيت په اړه په دا وروستيو کې د اتمانزو وزيرو د جرګې دويم پړاو و چې له حکومته يې پکې په سيمه کې د امنيت ټينګولو تر څنګ د يو شمېر نورو ستونزو د هوارولو غوښتنه وکړه.

د جرګې لومړی پړاو د اګست پر څلورمه پر ميرامشا کې شوی و. د دغه جرګې په پای کې د یوې اعلامیې له لارې له حکومته غوښتنه شوې وه چې په سیمه کې دې د هدفي بریدونو مخه ونیسي، پر غلام خان بندر دې اقتصادي او ولسي بندیزونه لیري کړي او د بېکوره کړل شویو خلکو ستونزې دې هواری کړي.

د اتمانزیو د جرګې استازو مشال راډیو ته ویلي چې تر اوسه يي غوښتنې نه دې پوره شوي او سیمه يې اوس هم د ناکرارۍ په لمن کې ده.

د اګست د ۱۴مې جرګې په غبرګون کې لا چارواکو څه نه دې ویلي خو له دې وړاندی يې ویلي وو چې په سیمه کې يې د امنیت ټينګ ساتلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

په دې حملو کې ځايي مشرانو، سرکاري افسرانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

د سیمې اوسېدونکو وخت په وخت د هدفې وژنو ضد څو ځلې مظاهرې هم کړې دي خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، نه یوازې له خلکو وسلې ټولوي بلکې د حملو د مخنیوي هڅې هم کوي.

XS
SM
MD
LG