د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي بریدونه: یو عسکر مړ او پوسته سوځول شوې


جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ یوه پوسته
جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ یوه پوسته

د شمالي وزيرستان په میرلي کې د پاکستان پوځ پر دوو پوستو د وسله والو په بريد کې يو عسکر وژل شوی او بلې پوستې ته اور ورته شوی دی.

د شمالي وزيرستان یوه امنیتي چارواکي او پولیسو مشال راډیو ته وویل، د زیارت/پنجشنبې ورځ د میرلي په خېسور سیمه کې وسله والو پر عسکرو په ډزو کې یو عسکر وژلی او هم د میرلي په ایسوړۍ سیمه کې وسله والو یوه پوسته په باروتو الوزولې ده.

عسکري سرچینې وايي، سیمه یې په ولکه کې اخیستې او د مشکوکو وسله والو لټون یې پیل کړی دی.

د برید زمه واري چا نه ده منلې.

د روانې جون میاشتې پر ۱۰مه نېټه هم د شمالي وزیرستان په تپۍ کلي کې د سړکغاړې رېموټ کنټرول بم برید دوه عسکر ووژل او څلور نور یې ژوبل کړ.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې بریدونه

سږ کال په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر پاکستانیو عسکرو او ولسي وګړو یو شمېر هدفي بریدونه شوي.

د جون پر پېنځمه د شمالي وزیرستان په میرلي کې په یوه هدفي برید کې د پوهنتون یو زده کوونکی ووژل شو.

تر دې مخکې د د مې پر ۲۴مه، د شمالي وزیرستان په میرلي کې په هدفي برید کې د دوو حکومتي افسرانو په ګډون درې کسان ووژل شول.

د مې پر ۱۷مه په میرلي کې د سړکغاړې چاودنه کې یو عسکر وژل شوی وو.

همداراز، د مې پر لومړۍ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ عارف وزیر په هدفي برید کې ژوبل شو او د مې پر دویمه ومړ.

روانو ناامنیو ته په کتو په د مې پر ۳۰مه نېټه په جنوبي وزیرستان کې د احمدزیو وزیرو یوه جرګه وشوه چې پکې په سیمه کې د حکومتي عملدارۍ پر ځای کولو، د امنیت د ټینګښت، له ګاډو د تورو ښیښو د لیرې کولو او د وسله والو پر ضد د کارروایۍ غوښتنې وشوې.

د سیمې پولیسو مشر وايي، وار له مخه یې د امنیت ټینګولو اقدامات کړي او ورته دوام ورکوي.

د سرکاري سرچينو په وينا، په ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړل او وايي چې سیمه یې له وسله والو ډلو پاکه کړې او اوسمهال هم په بېلا بېلو ځایونو کې د وسله والو ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG