د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې هدفي برید، د پوهنتون زده کوونکی وژل شوی


په شمالي وزیرستان کې د جون پر ۱۹مه د دوو ځايي کسانو په هدفي برید کې د وژنو خلاف لاریون
په شمالي وزیرستان کې د جون پر ۱۹مه د دوو ځايي کسانو په هدفي برید کې د وژنو خلاف لاریون

په شمالي وزیرستان میرلي کی یو بل ځوان زدهکونکی نن په هدفي برید کی وژل شوی دی.

د مشال راډیو خبریال د ځايي خلکو او پولیسو له خولې وايي چې د میرلي په خدۍ سیمه کې وسله والو یو زده کوونکی اسرار الله داوړ په ډزو وژلی او تښتېدلي دي. د هدفي برید ښکار ځوان په لاهور پوهنتون کې زده کړې کولې.

سږ کال په شمالي او جنوبي وزیرستانونو ګڼ هدفي بریدونه ترسره شوي چې پکې لسګونه کسان وژل شوي دي. په دې کې د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ عارف وزیر هم شامل دی چې د وژنې پر ضد یې د پاکستان او افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې سخت غبرګون وشو.

همدې بدامنیو ته په کتو په د مې میاشتې پر ۳۰مه نېټه په جنوبي وزیرستان کې د احمدزیو وزیرو یوه جرګه وشوه چې پکې په سمه کې د حکومتي عملدارۍ د پر ځای کولو، د امنیت د ټینګښت، له ګاډو د تورو ښیښو د لیرې کولو او د وسلې پر ضد د کارروایۍ کولو او همدا رنګه د هدفي وژنو او د ناامنۍ د مخنیوي غوښتنه هم وکړه.

جرګې ته د یو مشر ملک جمیل وینا وه، د پخوانۍ فاټا خلک ځکه په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل شوي ول چې د ملک د نورو سیمو په څېر دلته هم د حکومت واک په مکمله توګه وغځول شي خو د دوو کالو د تېرېدو باوجود هم هغوی د بدامنۍ سره مخ دي او د انظمام هېڅ ډول ګټه هغوی ته نه ده رسېدلې.

د جرګې یو بل غړي ایاز وزیر په دې موقع وویل، هغوی له حکومته غوښتنه کوي چې پولیس دې د امنیت ذمه وارۍ سمبالې کړې، عدالتونه دې جنوبي وزیرستان ته ولېږدول شي او د پولیسو تاڼې او نفري دې زیاته کړل شي.

د جرګې یو شمېر نورو مشرانو چې پکې ملک جانباز هم شامل دی، په یاده جرګه کې له حکومته ورته غوښتنې وکړې.

په جرګه کې د جنوبي وزیرستان د پولیسو یو افسر ډي پي او شوکت علي هم ګډون وکړ. هغه جرګې ته وویل، د تورو شیشو والا ګاډو او وسلې پر ضد وار له مخې کارروايي شروع ده، د امن و امان د ساتلو لپاره پولیس په سیمه کې موجود دي او د امنیت د ساتلو لپاره اړینه ده چې خلک د پولیسو سره مرستې زیاتې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG