د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې بم چاودنه، دوه سرتېري وژل شوي


په وزیرستان کې په وروستیو کې په بریدونو کې سرتېري او ملکي وګړي په نښه شوي (ارشیف انځور، ۲۰۱۷ز)

بنو - په شمالي وزیرستان کې د سړکغاړې په چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل دي.

یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېري د جون پر ۱۰مه د یوه بم ناکاره کولو په موخه روان ول چې د شمالي وزیرستان په تپۍ کلي کې ورباندې د سړکغاړې رېموټ کنټرول بم برید وشو.

د ده په خبره، ژوبل سرتېري د بنو کمباینډ مېلېټري هسپتال (سي اېم اېچ) ته انتقال شوي.

چارواکی زیاتوي چې تر برید وروسته سرتېرو په سیمه کې د مشکوکو وسله والو لټون پیل کړی.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې بریدونه

روان کال په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر سرتېرو او ملکي وګړو یو شمېر هدفي بریدونه شوي.

د جون پر پېنځمه د شمالي وزیرستان په میرلي کې په یوه هدفي برید کې د پوهنتون یو زده کوونکی ووژل شو.

تر دې مخکې د د مې پر ۲۴مه، د شمالي وزیرستان په میرلي کې په هدفي برید کې د دوو حکومتي افسرانو په ګډون درې کسان ووژل شول.

د مې پر ۱۷مه په میرلي کې د سړک پر غاړه په بمي برید کې یو سرتېری وژل شوی وو.

همداراز، د مې پر لومړۍ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ عارف وزیر په هدفي برید کې ژوبل شو او د مې پر دویمه ومړ.

روانو ناامنیو ته په کتو په د مې پر ۳۰مه نېټه په جنوبي وزیرستان کې د احمدزیو وزیرو یوه جرګه وشوه چې پکې په سیمه کې د حکومتي عملدارۍ پر ځای کولو، د امنیت د ټینګښت، له ګاډو د تورو ښیښو د لیرې کولو او د وسله والو پر ضد د کارروایۍ غوښتنې وشوې.

د سیمې پولیسو مشر وايي، وار له مخه یې د امنیت ټینګولو اقدامات کړي او ورته دوام ورکوي.

د سرکاري سرچينو په وينا، په ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړل او وايي چې سیمه یې له وسله والو ډلو پاکه کړې او اوسمهال هم په بېلا بېلو ځایونو کې د وسله والو ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG