د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرغه چینه کې د اوربند ذمه وار سرکار: د کورمې جامع جومات خطیب


له کورمې تر وزیرستانه پر شاملاتي ځمکو د قبیلو خپلمنځۍ نښتې رواني دي (ارشیف)
له کورمې تر وزیرستانه پر شاملاتي ځمکو د قبیلو خپلمنځۍ نښتې رواني دي (ارشیف)

د پاړه چینار د جامع جومات خطیب او مذهبي مشر علامه شیخ فدا حسین مظاهري په چارشنبه یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، که حکومت پر وخت دا کلونه پخوانۍ لانجه هواره کړې وای نو د قبیلو ترمنځ به وسله والې نښتې نه کېدای.

ده دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دې چې د اتوار له ورځې راهیسې په سیمه کې د ابراهیم زو بالش خېلو او پاړه څمکنیو ترمنځ په وسله والو نښتو کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې. چارواکي وايي، د قبیلو ترمنځ د اوربند هڅې کوي.

سرکار د مرغې چینې لانجه کې ناغېړی کړی: د کورمې مشران
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په عین حال کې د سیمې امن لپاره په پېښور کې د کورمې د فعالانو او زده کوونکو احتجاجي ناسته نن هم دوام لري. علامه مظاهري له حکومته د ډزبندۍ او د لانجې د هواري غوښتنه وکړه.

د ځمکو پرسر نښتې

له کورمې تر وزیرستانه پر شاملاتي ځمکو د قبیلو خپلمنځۍ نښتې رواني دي چې پښتون ژغورنه غورځنګ یې یو لوی سازش بولي.

د خيبر پښتونخوا په کورمه ضلعه کې د ځايي قبيلو تر منځ د ځمکې پر سر په روانه شخړه کې ۱۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

د دغې نښتې یو وروستی مړی لس کلن ماشوم صمد خان دی چې د چارشنبې په شپه یې د پېښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د جون په ۲۹م ۱۰ کلن صمد خان تر هغی وروسته زخمي شوی و کله چې د سیمې په ګلو غونډۍ سیمه کې یې له خپل کور سره نېزدې لوبې کولې او هلته د توپ ګوله پر وغورځېدله.

د سید کرم سیمې انور خان څمکنی وايي، دوی ډېر غمجن دي چې ماشوم یې د دغې جګړی ښکار شو.

د کورمې په مرغۍ چینه کې د ابراهیمزيو، بالیشخېلو او پاړه څمکنیو ترمنځ دا جنګ له تېرو څلور ورځو راهیسې روان دی چې پکې یوشمېر تنکي ځوانان او بې ګناه خلک مړه او ژوبل شول.

جنګ هله ونښت چې پر یوه لانجمنه ځمکه یوه فريق خېمې لټولې او مورچې یې جوړولې.

په کورمه کې د مرغی چینې سیمې په شان ډیر ځایونه داسې دي چې په لنډ وخت کې ورباندی د ملکیت او قبضو لپاره د مختلیفو قومونو او قبیلو ترمینځ جګړې شوې چې پکې سخت ځاني زیانونه ورته اوښتي دي.

په ۲۰۰۸ کال کې شییعه سني مشرانو ترمینځ په مري کې د امن یوه لوظنامه لاسلیک شوې وه چې پکې هلته داسې قسمه مسلو حل د رواج او ځمکو اسنادو له مخی راویستلو خبره شوې وه خو تر اوسه پر دغه عمل نه دی شوی.

د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسین توري وايي، دا یوه کمزوري پاتې شوې چې، موږ د ځمکو شخړو حل تر اوسه نه دی راایستلی خو اوس چې د علاقې مستقبل او امن یې په خطر کې اچولی نو په ترجیحي بنیادو د حل خبره یې راوانه ده.

د کورنې په مرغه چینه، میرو کاسه، بالیشخېل، بوشارو او د شرکو نومونه خاص دي چې د ځمکو شخړی یې هوارولو غواړي.

د راوانې کشالې درولو لپاره د پوځ او پولیسو لوړ پوري چارواکي سیمې ته ورغلي او هلته یې د ضلعی په کچه له ځايي مشرانو سره د خبرو اترو لپاره هڅې پیل کړې دي. د وروستیو راپورنو له مخې تر دا ګړۍ یې د ډزبندۍ هڅې ناکامه ښکاري.

د دې هڅو یوه مرکچي ملک حاجي سلیم خان اورکزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل دوی غواړي لومړی جنګ ودروي او بیا د حکومتي مشرانو په سرپرستۍ کې د شخړې هوارولو ته دواړه غاړې کښېنوي.

که څه هم ښکېلو غاړو د دغه ګام هرکلی کړی او ویل یې که د شخړې هوارولو لپاره حکومت مخلصه وي نو دوی هم جنګونه نه غواړي.

د پاړه چمکنیو ځايي خان حاجي وايي، په سیمه کې د روانې شخړې د ختمېدو او هلته د سولې لپاره مذاکرات تر ټولو غوره لار ده خو حکومت د داسې هلو ځلو په پیلولو کې تل ډېر ځنډ کوي.

د بالیشخېلو یو ځايي مشر عمران علی وايي، دا شخړه له کالونو راهیسې روانه ده، پکار ده چې حل یې راایستلی وی خو تر اوسه هېڅ نه ترسترګو کېږي.

د حکومتي ځنډ شکایت د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم کوي. د دوی په وینا په قبايلي سيمو کې په لوی لاس د مځکې پر سر زړې کشالې راپورته کړل شوې او د قبيلو ترمنځ شخړو ته لاره هوارېږي.

د غورځنګ ځینو مخکښانو په چارشنبه مشال راډيو ته وويل چې دوی له انتظاميې څخه په وار وار د قبيلو ترمنځ د ځمکو پرسر د شخړو هوارولو غږ کړی خو هغوی سنجيدګي نه ښکاره کوي.

دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کولې چې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اېپي او مدیخېلو ترمنځ د ځمکو پرسر لانجې راټوکېدلې دي.

د جون له ۳۰مې نېټې راهیسې په میرلي کې مدیخېلو او اېپي ولسونو پر یوه بل درنې وسلې کاروي. چې پکې یو تن وزل شوی او دوه نور ژوبل دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې ځینو ځايي خلکو وویل چې د ضرب عضب عملیاتو پس په سیمه کې پوځ له ځايي ولسونو ټولې درنې او وړې وسلې راټولې کړې دي نو بیا څنګه ښکېلې غاړې پر یوه بل د درنو وسلو ډزې کوي.

دوی پر سرکار ږغ کړی چې هلته یې ټول امنیتي ځواکونه شتون لري نو پر دغه جګړو دې خاموشه نه پاتې کېږي.

که څه هم د پولیسو یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پولیس هلته موجود دی، د اتمانزو جرګه هم لګیا ده چې یوځل ډزبندي وشي نو ورسته به یې پر هوارولو ږغږېږي.

په قبایلي سیمو کې د نښتو لړۍ پر کورمه نه ختمېږي بلکې د جنوبي وزیرستان ګڼې قبیلې یې د بدامنۍ په لمن کې اخیستې دي.

هلته په خیساره کې سپېرکي او نانوخېل قبایل سره نښتي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي رحمت شاه په وینا دوی ته داسې ښکاري چې د دې ټولو قبیلوي نښتو تر شا یو لوی سازش روان دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې دی وايي، کله مسود ـ بېټڼی، کله وزیر ـ مسید، کله دوتاڼی ـ سلمانخېل خپلو کې له یوه بل سره په ټکر کې اچوي.

دی وايي، په سیمه کې پولیس شته خو اختیار نه لري، انتظامیې له چې ورشو نو هغوی وايي، جنګبندي د دوی نه بلکې د پولیس کار دی. نوموړي تور ولګاوه چې یو لوی سازش روان دی چې پښتانه ولسونه په خپلو کې سره واچوي او ځمکې یې ترې ونیسي.

دا یوازې رحمت شاه نه دی بلکې د پي ټي اېم عبدالله ننګیال هم د مسودو ـ بېټڼو کشاله د سرکار په جامه کې د ځینو کړیو سازش بولي. هغه په واڼه او کورمه کې د روانو نښتو غندنه وکړه.

له مشال را‌ډیو سره په خبرو کې د جنوبي وزیرستان اېډیشنل ډپټي کمېشنر فهید الله وايي، دوی خو کله هم مسلې نه راپورته کوي بلکې د ولسونو ترمنځ پر امن ژوند باندې خوشاله وي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د سپېرکي او نانوخېلو ترمنځ د کشالې ختمولو لپاره جرګې مرکې کړې او خلک یې له مورچو راکوز کړل او دواړه یې د حدبندۍ په ټاکلو راضي کړل. د مسودو او بېټڼیو ترمنځ هم جرګې رواني دي او روغې ته به خبرې یوسي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې بیا بیا د ځمکو پرسر کشالې جوړېږي چې لوی سبب یې د دوی ترمنځ د حدبندۍ نشتوالی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG