د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غلام خان بندر خلاصولو لپاره غونډه روانه ده


د افغانستان او پاکستان چارواکو پر غلام خان بندر سره ولیدل. ۲۰۲۰، ۱۸ جون
د افغانستان او پاکستان چارواکو پر غلام خان بندر سره ولیدل. ۲۰۲۰، ۱۸ جون

د شمالي وزیرستان تاجران او چارواکي وايي چی نن د پاکستان او افغانستان سوداګر او چارواکي پر غلام خان بندر راغونډ دي چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پیلولو لپاره له یوه بله رایه واخلي.

غلام خان بندر د کویډ ۱۹ وبا خورېدو سره د مارچ میاشتې پر ۱۵مه نېټه تړل شوی وو. په غلام خان کې تحصیلدار غني الرحمن له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د وزیرستان او خوست غاړې چارواکي په دې ناسته کې پر دې سره ږغېږي چې څنګه د کویډ ۱۹ ویا مخنیوي ته په کتو دواړو غاړو ته سوداګري بیا پیل کړي.

د غلام خان بندر خلاصولو لپاره د پاکستانیو او افغان چارواکو غونډه پر داسې مهال کېږي چې د چمن - بولدک تجارتي لارې بیا پرانستلو لپاره له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې په چمن کې د سوداګرو پراخ پرلت او لاریونونه دوام لري.

د خوست والي حلیم فدايي د غلام خان بندر لیدو ته تللی. ۲۰۲۰، ۴ جون
د خوست والي حلیم فدايي د غلام خان بندر لیدو ته تللی. ۲۰۲۰، ۴ جون


نوموړي زیاته کړه له دواړو غاړو به ګاډی تر سېنېتایزر دروازو تېرېږي چې دوا پرې وپاشل شي. دی وايي که څه هم دا مهال یې شل کسیزه قرنطین مرکز جوړ کړی او غواړي چې پراخ یې کړي او تر ۵۰ کسانو پورې یې ورسوي.

تحصیلدار ویل دا غلام خان بندر بیا پرانستل د میرامشا او خوست سوداګرو او ولسونو لپاره زېری وباله.

د غلام خان بندر خلاصولو لپاره غونډه روانه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00


د میرامشا یوه سوداګر عبدالستار هیله وښودله چې غلام خان بندر پکار دی چې د پراخ تجارت لپاره واز شي، دی وايي، د بورې او غوړیو تېرولو اجازت باید ورکړل شي بله دا چې پر تورخم چې څنګه کاروبار کېږي هغه باید پر دې لار هم وشي.

ملک نظرالدین بیا وايي چې دا ځل دې بندر د سوداګرۍ تر څنګ د ولسونو تګ راتګ لپاره هم خلاص شي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د جون پر ۲۲مه د غلام خان بندر د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ بیا پرانیزي.

د خوست والي ویاند طالب منګل نن[د جون پر ۱۸مه] د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست والي محمد حلیم فدايي سره په تېلېفوني اړیکو کې ویلي، چې د غلام خان بندر تر پنځو راتلونکو ورځو د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ خلاصېږي.

د چارواکو په وینا،د غلام خان لاره د پاکستان ستر سوداګریز بندر کراچۍ ته د نورو لارو په پرتله تر څلور سوه کیلومترو پورې نږدې ده.

د دوی په وینا دا لاره اقتصادي او سټراټيژیک ارزښت لري او په افغانستان کې به د توکو د بیو په راټیټولو اغېز ولري.

چارواکي وایي، د ولایتي ادارې او د افغان حکومت هڅه داده، چې د غلام خان بندر لاره په بشپړ ډول ترانزیټي شي.

بل لوري ته د افغان ولسمشر د دې ډاډ په اړه د ټولنیزو شبکو ډېریو کارونکو مثبت غبرګونونه ښودلي، خو ویلي يې دي، تر څو چې غلام خان بندر د تورخم او سپین بولدک په شان رسمي ترانزیټي نه شي، تر هغه به په دې لاره هر ډول سوداګریز کاروبار او تګ راتګ ډاډمن او دایمي نه وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG