د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر: د غلام خان لار پرانيزئ


د غلام خان بندر لار
د غلام خان بندر لار

د شمالي وزيرستان سوداګرو اتحاديې د غلام خان بندر د پرانستلو غوښتنه کړې ده. د دوی په وېنا که دا لار تړلې پاتې شي نو د دواړو خلکو اقتصاد به ورسره ډېر خراب شي. 

د شمالي وزيرستان سوداګرو اتحاديې مشر حاجي عبدالله خان د مې په ۱۷مه مشال راډیو ته وويل، حکومت دې د تورخم او چمن لارو په څېر غلام خان بندر هم د سوداګرو لپاره خلاص کړي.

حکومت د مارچ پر ۱۵ مه نېټه د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې د تورخم او چمن ترڅنګ غلام خان بندر د هرډول تګ راتګ لپاره تړلی وو. خو وروسته حکومت د تورخم او چمن لارې خلاصې کړې.

حاجي عبدالله خان زياته کړه چې د لارې تړل کېدو له وجې سوداګر هره ورځ له مالي تاوان سره مخامخ دي. يوه ځايي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل، په دې اړه خبرې روانې دي خو حتمي فيصله لاهم نه ده شوې.

د تورخم او چمن لارې

بلخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه د مې له ۱۶مې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره بیا پرانستل شوه. پاکستاني چارواکي وايي چې دا دروازه به د سوداګرۍ لپاره شپه اوه ورځ خلاصه وي خو د عام ولس تګ راتګ به په اونۍ کې یوازې یوه ورځ اجازه ولري. د چارواکو په وینا ، عام ولس به یوازې د شنبې په ورځ تګ راتګ کولای شي او پاتې شپږ ورځې به د دوه اړه خیزې سوداګرۍ په لړ کې د سامان وړلو او راوړلو ته ځانګړې وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مې پر ۱۵مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د چمن لاره به هم په اونۍ کې شپږ ورځې په ځانګړو وختونو کې خلاصه وي. پاکستاني حکومت دا هم ویلي چې د دې تګ راتګ پر وخت به ډرایوران او ولس د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ټول احتیاطي تدابیر خپلوي.

د خیبر انتظامي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د مې پر ۱۶مه د سهار له اتو بجو به په پاکستان کې ایسار شوي افغان وګړي پر تورخم دروازه افغانستان ته اوښتلای شي او له هغه وروسته به په افغانستان کې بند پاکستاني وګري خپل ملک ته ستنېږدي.

سید خان چې د مارچ له ۱۶مې یې په لنډي کوتل کې انتظار ایستلی ، مشال راډیو ته وویل ، "بس اوس خپل وطن ته روان یو،نور څه نه غواړو بس چې خپل وطن ته ستانه شو، په ګجرات کې مې څپلۍ خرڅولې،دلته ډير په تکلیف شو، تورخم دروازه راته بنده وه په جماتونو کې مو شپې سبا کړې."

پاکستانیو چارواکو د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د مارچ پر ۱۶ مه نېټه د تورخم دروازه تړلې وه.

د پاکستان او افغانستان تجارانو د سوداګرۍ پر وړاندې د تورخم او چمن لارو تړل کېده غندلي وو. په تورخم کې یو سوداګر مجیب شینواری مشال راډیو ته وویل: (( موږ ۲۴ ساعته تجارتي هلو ځلو بحالولو ته خوشاله یو خو دا به ګورو چې حکومت پر دې اعلان څومره عمل کوي، نو د هغې نه پس به بیا پته لګي چې د کاروبار حجم ورسره څو فیصده روان شو ، پخوانۍ حالت یی څه وو او موجوده څومره روان دې؟))

XS
SM
MD
LG