د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د دوو وسله والو ډلو قوماندانان وژل شوي: چارواکی


چارواکی وايي، امنیتي سرتېرو د سېپټېمبر پر شپږمه په میرلي کې عملیات وکړل.
چارواکی وايي، امنیتي سرتېرو د سېپټېمبر پر شپږمه په میرلي کې عملیات وکړل.

د شمالي وزیرستان یو امنیتي چارواکی وايي، په میرلي کې یې د دوو وسله والو ډلو قوماندانان وژلي.

دې لوړپوړي چارواکي چې ورته له رسنیو سره د خبرو اجازه نه وه، د سېپټېمبر پر شپږمه یې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، لومړی قوماندان وسیم زکریا نومېږي چې د اریانا په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر وو او دویم کس نور رحیم نومېده چې د حکمت روښان په نوم د بلې ډلې مشر وو.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د اریانا په نوم ډلې تر دې مخکې هم هلته بریدونه کړي.

البته د حکمت روښان ډلې نوم په لومړي ځل په رسنیو کې یادېږي.

دا وسله وال تر هغې یوه ورځ وروسته وژل شوي چې د سېپټېمبر پر پېنځمه وسله والو په میرلي کې پر پوځیانو برید وکړ چې پکې دوه سرتېري ووژل او دوه ژوبل شول.

چارواکي وویل، دا دواړه مشکوک وسله وال د میرلي په هځوخېلو کې د عملیاتو پر وخت وژل شوي.

ده زیاته کړه چې پر زکریا په اسلام اباد کې د پاکستان هاوسېنګ اتارټۍ (پي اېچ اې) بنسټ مشر زبید الله داوړ په ګډون د یو شمېر نورو کسانو د هدفي وژنو تور وو.

داوړ د مې پر ۲۴مه په میرلي کې له عیدګاه سره نېږدې په وسله وال برید کې وژل شوی وو.

په هغه حمله کې له نوموړي سره دوه نور کسان، د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې افسر ملک نعمت الله او فرمان هم وژل شوي ول.

د میرلي ځینو اوسېدونکو هم په عملیاتو کې د زکریا د وژنې تصدیق وکړ او ویې ویل چې د نوموړي مړی د ښار روغتون ته انتقال شوی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې، په شمالي وزیرستان کې ۲۵ او په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي وو چې پکې لسګونه کسان وژل شوي ول.

په دې حملو کې ځايي مشرانو، سرکاري افسرانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG