د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرامشاه کې دوه ولسي کسان وژل شوي


د چارواکو په وینا، وژل شوي کسان د دته خیلو او جاني خیلو اوسېدونکي دي. 
د چارواکو په وینا، وژل شوي کسان د دته خیلو او جاني خیلو اوسېدونکي دي. 

د شمالي وزیرستان چارواکو د اګست پر اتمه وویل چې یوه ورځ وړاندې په میرامشاه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د پولیسو او انتظاميې دوو چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د اګست پر اوومه د میرامشاه په دېګان په سیمه کې ناڅرګندو وسله والو دوه ولسي وګړي په ډزو ووژل او برید کونکي په تښته کی بریالي شول.

د چارواکو په وینا، وژل شوي کسان د دته خیلو او جاني خیلو اوسېدونکي دي.

له دې سره په روان ۲۰۲۰ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمیر ۲۵ ته رسېدلی. په تېر ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي ول.

په دې بریدونو کې لسګونه ځايي مشران، ځوانان او سرکاري ملازمین وژل شوي دي.

د اګست پر څلورمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو وزيرو جرګې له حکومته غوښتنه کړې وه چې هلته دې امن باوري کړي.

د جرګې په اعلاميه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې په سیمه کې دې امن باوري کړل شي، د هدفي وژنو مخه دې ونيول شي او که حکومت دا کار نه شي کولای نو ټولې ریاستي وسیلې دې قام ته وسپاري بیا به په سیمه کې قام د امن ذمه وار وي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکو وخت په وخت د هدفې وژنو ضد څو ځلې مظاهرې هم کړې دي خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، نه یوازې له خلکو وسلې ټولوي بلکې د حملو د مخنیوي هڅې هم کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG