د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان او بنو کې بریدونو کې ۳ کسان وژل شوي، ۲ پولیسان ژوبل


د شمالي وزیرستان د میرلي بازار ته څېرمه یو سړک - پخوانی انځور.
د شمالي وزیرستان د میرلي بازار ته څېرمه یو سړک - پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان او بنو کې په درو بېلابېلو هدفي بریدونو او نښته کې د یو مشکوک وسله وال په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه پولیس سرتېري ژوبل دي.

د میرامشا د پولیسو یوه چارواکي محمد عمر خان د اپرېل پر ۲۶مه ماخوستن مهال مشال راډیو ته وویل، د میرلي په هسوخېلو کې وسله والو یو ولسي وګړی جمیل خان وویشت. د ده په خبره، دویم برید د میرلي په خوشالي سیمه کې تر ماښام شپږ بجې وروسته وشو چې پکې دوه ولسي وګړي طاهر الله او خلیل الرحمان ووژل شول.

محمد عمر خان زیاتوي چې وسله وال تر حملو وروسته وتښتېدل او پولیسو تر مقدمې دایرولو وروسته پلټنې پیل کړې دي.

بل لوري ته د بنو د پولیسو مشر عمران شاهد رسنیو ته ویلي چې وسله والو د اپرېل پر ۲۶مه په هغه ضلع کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې پر سرتېرو برید وکړ چې پکې دوه پولیسان ژوبل شول. د ده په خبره، په ځوابي کارروایۍ کې یو مشکوک وسله وال ووژل شو.

په شمالي وزیرستان او بنو کې د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

د لاچۍ خلکو وزیرستان کې د خپلو دوو ځوانانو وژل کېدو خلاف مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۲مه هم په میرلي کې په دوو هدفي حملو کې د سیمې دوه اوسېدونکي وژل شوي ول. تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۸مه په دوو جلا، جلا حملو کې درې کسان وژل شوي ول.

له تازه پېښو سره په شمالي وزیرستان کې سږکال د هدفي بریدونو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۶۳ هدفي حملې شوې وې.

په وروستیو کې په هغه قبایلي ضلع کې پر امنیتي سرتېرو هم یوشمېر بریدونه شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو پرضد عملیات پراخ کړي دي او په تېرو میاشتو کې یې لسګونه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د هدفي حملو د مخنیوي هڅې کوي او د امنیت ټینګښت ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG