د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د پوځیانو پر ګاډي برید کې ۷ سرتېري وژل شوي


په میرامشا کې امنیتي سرتېري له یوه پله تېرېږي - انځور له ارشیفه
په میرامشا کې امنیتي سرتېري له یوه پله تېرېږي - انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې وسله والو د پوځیانو پر ګاډي په حمله کې اووه سرتېري وژلي دي.

په میرامشا کې د امنیتي ځواکونو یو افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسله والو د اپرېل پر ۱۴مه د پوځیانو پر ګاډي ډزې وکړې او له هغه ځایه وتښتېدل.

د ده په وینا، د وژلیو سرتېرو مړي یې د هېلېکاپټر په ذریعه میرامشا ته ولېږدول او پوځ په سیمه کې د وسله والو د لټون عملیات پیل کړل.

په دته خېلو کې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو دا په شمالي وزیرستان کې په وروستیو پر سرتېرو له لویو خونړیو بریدونو یو وو.

امنیتي چارواکي زیاته کړه چې د اپرېل پر ۱۳مه هم وسله والو د ضلعې په شام سیمه کې په یوه حمله کې یو سرتېری وژلی او پر هم هغه ورځ د میرلي په خدي کې یو نښه ویشتونکي وسله وال یو سرتېری وواژه.

ای اېس پي ار هم رسنیو ته په شام او خدي کې د حملو په اړه بیان استولی دی او زیاتوي چې امنیتي سرتېروي په ځوابي کارروایۍ کې "یوشمېر وسله وال وژلي" دي خو کره شمېر یې نه دی ورکړی.

تحریک طالبان پاکستان په میرلي کې د برید ذمه واري منلې.

په شمالي وزیرستان کې تازه بریدونه پر داسې مهال شوې چې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د اپرېل پر ۱۴مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې مذاکرات درولي دي او د هغوی پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

افتخار وویل، یوازې د ۲۰۲۲ز کال پرمهال د بېلابېلو وسله والو ډلو پرضد په عملیاتو کې "۱۲۸ ترهګر" وژل شوي دي. "په تېرو څو میاشتو کې په بلوچستان او قبایلي ضلعو کې ترهګرو د امنیت ګډوډولو کوښښونه کړي دي خو زموږ پوځیانو یې دا هڅې ناکامه کړې دي."

د پاکستان پخواني حکومت او تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې د سولې خبرې تایید کړې او ورسره یې یو میاشتنی اوربند هم اعلان کړ چې د ډېسېمبر پر نهمه پای ته ورسېد. طالبانو له هغې نېټې څخه د اوربند له غځولو انکار وکړ خو مذاکراتو دوام لاره. البته وروسته یوشمېر وسله وال بریدونه وشول چې په غبرګون کې یې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید د مذاکراتو درېدو او د وسله والو ضد د عملیاتو بیا پیل خبر ورکړ.

په وروستیو کې پوځ په شمالي وزیرستان کې په عملیاتو کې د یوشمېر مشکوکو وسله والو د وژنې دعوې کړې دي. د اپرېل پر درېیمه سرتېرو په دته خېلو کې د دوو او تر هغې یوه ورځ مخکې یې د میرلي په خیسور کې د تحریک طالبان پاکستان یوه قوماندان شریعت الله په ګډون د څلورو مشکوکه وسله والو د وژلو دعوې وکړې.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې د وسله والو پرضد یې ځانګړي عملیات دوام لري.

XS
SM
MD
LG