د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانيخېلو جرګې له حکومته د امن ټینګښت غوښتنه کړې


د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال په جون کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو - انځور له ارشیفه
د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال په جون کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو - انځور له ارشیفه

د بنو په جانیخېلو کې ځايي قامي جرګې له حکومته غوښتي چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي.

د اپرېل پر ۱۲مه جرګې ته قبایلي مشران، علما، سیاستوالان، ځوانان او د حقونو فعالان ورغلي ول او و یې ویل چې پر حکومتي ژمنو سربېره په وروستیو کې د هغې سیمې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

د جانیخېلو او د جرګې مشر ملک ماوېز خان مشال راډیو ته وویل، په جرګه کې یې دوه مهمې پرېکړې وکړې. "په جرګه کې خلکو وویل چې پوځ دې امن ټینګ کړي، که نه یې شي کولای نو سیمه دې خالي کړي. بل دا چې علما کرام دې دوی ته دا په ډاګه کړي چې دلته چې خلک وژل کېږي نو ایا دا جايز دي که ناجايز؟"

دا جرګه پر داسې مهال شوې چې په تېرو ۱۰ ورځو کې په جانيخېلو کې په درو جلاجلا هدفي بريدونو کې د يوې ښځې په ګډون څلور ولسي وګړي ووژل شول.

د جرګې مشرانو وويل، که حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو تر روژې وروسته به بيا جرګه کېږي او خپله راتلونکې تګلاره به ټاکي.

د جانیخېلو قامي جرګې په سیمه کې د امنیت غوښتنه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:48:00 0:00

بلخوا د بنو مرستیال کمېشنر کېپټن رېټایرډ زبیر احمد نیازي تر جرګې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې یې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د وسله والو پرضد يې هلو ځلو ته هم دوام ورکړی دی.

په جانيخېلو کې ځايي وګړو د تېر يو کال راهيسې د امنيت راوستو او د سيمې د پرمختګ لپاره په وار وار مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

حکومت په تېرو وختونو کې د یوې موافقې له لارې د هغوی غوښتنې منلي خو ځايي ولس شکايت کوي چې حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د جانیخېلو اوسېدونکو سږکال په مارچ کې هم یوه مظاهره کړې وه او له انتظامیې څخه یې غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو تر وژنې وروسته دې کړې موافقه عملي کړي. د هغو هلکانو تر مړو موندل کېدو وروسته د سیمې خلکو پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG